د اسرائیلو ښاریزو د لومړي وزیر پرضد شعارونه ورکړل
https://parstoday.ir/ps/news/event-i153634-د_اسرائیلو_ښاریزو_د_لومړي_وزیر_پرضد_شعارونه_ورکړل
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائیلو ښاریزو په تل اویو کښې د لومړي وزیر نتانیاهو د وینا په وخت د هغه پرضد شعارونه ورکړل او هغه یې له وینا کولو منع کړ.
(last modified 2024-10-28T04:28:40+00:00 )
Oct 28, 2024 06:11 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو ښاریزو د لومړي وزیر پرضد شعارونه ورکړل

زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائیلو ښاریزو په تل اویو کښې د لومړي وزیر نتانیاهو د وینا په وخت د هغه پرضد شعارونه ورکړل او هغه یې له وینا کولو منع کړ.

ویل کیږي چې د اسرائیلو جنایتکار لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په یو لړ دستورو کښې وینا کوله چې په دې وخت کښې د فلسطین د حماس غورځنګ او د اسرائیلو ترمینځ په جنګ کښې د وژل شویو اسرائیلي عسکرو کورنیو احتجاج پیل کړ چې  اوس یې ویډیو هم خپره شوي ده.

د اسرائیلو ښاریزو لومړي وزیر نتانیاهو ته وویل شرم وکړه او هلته موجودو امنیتي ځواکونو د غصه شویو کسانو د نیولو کوشش وکړ.

د ویلو ده چې د تیر  میلادي کال د اکتوبر په اوه نیټه د فلسطین حماس غورځنګ په اسرائیلو باندې برید سره دولس سوه اسرائیلیان وژلي وو او دوه سوه پنځوس یې یرغمل کړي هم وو.

په اسرائیلو لومړي وزیر نتانیاهو باندې د خلکو نیوکې او اعتراضونه زیات شوي دي.