د فلسطین ملاتړو په میشیګان کې د کاملا هریس ویناغوڅه کړه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i153642-د_فلسطین_ملاتړو_په_میشیګان_کې_د_کاملا_هریس_ویناغوڅه_کړه
د امریکا یوه فعال سره دنورو لسګونو ملګرو  دامریکا د ولسمشرۍ  د ډیموکراټانو د کاندیدې کاملا هریس د وینا په  وخت په غزې کې د صهیونیسټي رژیم  دنسل وژنې  دجنګ  د ختمولو غوښتو سره وینا غوڅه کړه.
(last modified 2024-10-28T05:24:35+00:00 )
Oct 28, 2024 09:51 Asia/Kabul
  • د فلسطین ملاتړو په میشیګان کې د کاملا هریس ویناغوڅه کړه

د امریکا یوه فعال سره دنورو لسګونو ملګرو  دامریکا د ولسمشرۍ  د ډیموکراټانو د کاندیدې کاملا هریس د وینا په  وخت په غزې کې د صهیونیسټي رژیم  دنسل وژنې  دجنګ  د ختمولو غوښتو سره وینا غوڅه کړه.

په داسې حال کې چې  د امریکا د ولسمشر مرستیالې او د ولسمشرۍ د  انتخاباتو کاندیدې کاملا هریس  په میشګان کې په انتخاباتي کمپاین کې وینا کوله ، د فلسطین ملاتړو  د ؛غزې جنګ بند کړئ ، په شعار پورته کولو سره دهغې  وینا غوڅه کړه او  اړئ ګړئ ئې جوړه کړه.

زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ،  د امریکا یوه فعال سره دنورو لسګونو ملګرو  دامریکا د ولسمشرۍ  د ډیموکراټانو د کاندیدې کاملا هریس د وینا په  وخت په غزې کې د صهیونیسټي رژیم  دنسل وژنې  دجنګ  د ختمولو غوښتو سره وینا غوڅه کړه.

د هریس د وینا بایکاټ  په داسې حال کې  شوی چې  هغې د و ینا پرمهال،ځینو موجوده فعالانو،د  غزې جنګ نه غواړو؛ په شعارونو سره پر کاملا هریس چغې پورته کړې.

امنیتی مامورانو هم فوري  دغه فعالان د دستورو له ځایه وویستل  او هریس  دخپلو غوڅو شوو  خبرو وروسته بیا وینا ته دوام ورکړ او وې وئيل، هو!مونږ باید دغه جنګ پاي ته ورسوو، او برمته شوي کسان هم خپلو کورونو ته بیرته و ګرځوو. خو زه اوس

 د ۲۰۲۴ کال په باب خبرې کوم.

د امریکا ډيموکراټيک ګوند تل ددغه هیواد په انتخاباتو کې  هڅه  کړې ده څو د مسلمانانو او رنګین پوستو رائ ترلاسه کړي ،خو وئيل کیږي چې په ځينو ایالتونو کې مسلمانو ټولنو  د ټرامپ دم لاتړ  نیّت درلودلی دی.