اروپا د ریاکارۍ سمبول  دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i153682-اروپا_د_ریاکارۍ_سمبول_دی
سحاب- د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر  د ؛تندر؛نومې ترهه ګرې ډلګۍ د سرغنې په پانسي کیدا پسې د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د مسئول دګوت وهونکوڅرګندونو په غبرګون کې  ووئيل،  اروپا د ریاکارۍ ستره بیلګه ده
(last modified 2024-10-29T20:26:36+00:00 )
Oct 30, 2024 00:54 Asia/Kabul
  •  اروپا د ریاکارۍ سمبول  دی

سحاب- د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر  د ؛تندر؛نومې ترهه ګرې ډلګۍ د سرغنې په پانسي کیدا پسې د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د مسئول دګوت وهونکوڅرګندونو په غبرګون کې  ووئيل،  اروپا د ریاکارۍ ستره بیلګه ده

سحاب چینل زمونږ دخبریال له قوله راپور ور کړی، دایران خارجه وزیر عباس عراقچي داروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د  کمیشن د مسئول جوزف بورل  د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې پخپل ټولنیز پیغام کې  لیکلي دي، د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د کمیشن مشر کله وائي   د انساني کرامت او  ژوند باید ملاتړ وشي،زه غواړم  باؤر وکړم، خو  مسئله دا ده چې  په اروپا کې د تاسو ملګري له کوم شرم پرته  په غزې کې د نسل وژنې او په لبنان کې دقتل عام  ملاتړ کوي.

عراقچي ووئيل، په غزې کې د څه دپاسه پنځوس زره فلسطینیانو  د وژلو پاي ته درسولو لپاره داروپائي اتحادئې  له خوا دکوم تدبیر غوره کولو په باب څه نظر لرئ.

د ایران خارجه وزیر په لبنان کې د کابو یو اعشاریه پنځه میلیون پناه غواړو د کډه په سر کیدا د پاي لپاره  او  خپلو کورونو ته د دوي  دبیرته ستنیدا لپاره د اروپائي اتحادئې د تدبیرونو دغوره کولو په باب  څه فکر لرئ.؟یا دهغو کورنیو  دملاتړ لپاره  د جمشید شارمهد په وسیله  وژل شوي دي، د اروپائي اتحادئې  له خوا څه تدبیرونو غوره کول مو په ذهن کې شته ؟که  کوم ځواب نه لرئ، نو باید ووئيل شي، چې اروپا یوازې د ریاکارۍ بیلګه ده

د ایران د اسلامی جمهوریت د مقتدر او مظلومو خلکو په ضد د ؛تندر ؛نومې ترهه ګرې ډ لګۍ له کلونوکلونو شرارتونو اوجنایتونو وروسته ددغې ترهه ګرې ډلګۍ سرغنه جمشید شارمهد  چې  دسلګونو بیګناه ایرانیانو د شهادت او ټپي کیدا  عامل ؤ د عدالت په فیصلې سره ددوشنبې  ورځې په سهار وختي  دخپلو عملونو  په سبب پانسي شو.