د روسیې ولسمشر د اټومي وسلو د تمرین امر کړی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i153704-د_روسیې_ولسمشر_د_اټومي_وسلو_د_تمرین_امر_کړی
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مسکو او لوېدیځ ترمنځ د کړکېچ زیاتېدو وروسته د اټومي وسلو د تمرین امر کړی دی.
(last modified 2024-10-30T07:37:27+00:00 )
Oct 30, 2024 12:03 Asia/Kabul
  • د روسیې ولسمشر د اټومي وسلو د تمرین امر کړی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مسکو او لوېدیځ ترمنځ د کړکېچ زیاتېدو وروسته د اټومي وسلو د تمرین امر کړی دی.

د رسنیو د خبر له مخې، پوتین د اټومي وسلو د تمرینونو امر داسې مهال کوي، چې تردې وړاندې اوکراین له ناټو غوښتي څو د روسیې په خاوره کې د اټومي وسلو کارونې ته اجازه ورکړي.

پوتین ټینګار کړی چې په دې تمرینونو کې به د اټومي وړتیا لرونکو بالسټیک او کروز توغندي توغول شامل وي.

د روسیې ولسمشر په وار وار خبرداری ورکړی چې د لوېدیځ له خوا د اوکراین ملاتړ او ګواښونو له زیاتېدو سره به د اټومي وسلو پر کارولو غور وکړي. پوتین تېره میاشت امریکا ته په اشارې سره ویلي وو چې له اوکراین څخه ملاتړ به مسکو د ناټو پر وړاندې ودروي