په بیلجیّم کې د مسلمانانو په ضددتوپير موردونه په زیاتیدا دي
ددغه راپور په اساس،په هرو لسو کسانو چې په بیلجیّم کې ورسره توپیري چلند کیږي، نهه کسان مسلمانان دي.
ایکنانیوز د آناتولی له قوله راپور راکړ،د برابرو فرصتونو لپاره بیلجیّم د مرکز مدیرپاټریک چارلیه ووئيل، چې په اروپا کې د مسلمانانو په ضد زیاتیدونکی احساسات یو نه انکاریدونکی واقعیّت دی او په هرو لسو کسانو کې چې په بلجیّم کې ورسره توپیري چلند کیږي، نهه کسان مسلمانان دي.
د اروپائي اتحادئې داساسی حقوقو دادارې (ایف آر اې) راپور چې څو ورخې مخکې خپور شوی ، ښئ چې په کلي توګه په اروپا کې له ۲۰۱۶ کال څخه دمسلمانانو په ضد توکمپال او توپیري اقدامات په اوڅاره توګه زیات شوي دي.
چارلیه له آناتولي سره په مرکې کې ووئيل، چې د ایف آر اې ادارې راپور په بیلجیّم کې د ټولنې ،تجارتي ژوند او دزده کړې په برخو کې له مسلمانانو سره د ښکاره دښمنۍ دشتون او د وضعیّت د جدي کیدا منعکس کونکی دی.
هغه ووئيل، کله په بیلجیّم کې د دیني توپیر خبرې کیږي،نو نوي فیصده ئې د بیلجیّم له مسلمانانو سره اړونده دي . له هرو لسو کسانو چې له توپیر نفرت او کرکې او کرکیجنو جرمونو سره مخامخ کیږي، نهه کسان ئې مسلمانا دي.په تیر کال کې له توپيري اقداماتو سره مخامخ زیاتره مسلمانې میرمنې دي او دا اقدامات هم په ښونځیو یا عامو ځایونو کې دحجاب او ستر سره اړونده دي.