شهید نصر الله د مقاومت چورلیز د اقتدار په بیلګې بدل کړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د تهران جمعې لمانځه خطیب «سید محمد حسن ابو ترابي فرد» وویل: چې د مقاومت مشر شهید سید حسن نصر الله مجاهد عالم ، زړور، شجاع او نوښتګر قومندان و چې د مقاومت چورلیز یې د صهیونیسټ رژیم او امریکا او د نړیوال استکبار په وړاندې د عربي امت او د اسلامي امت د اقتدار او د مقاومت په بیلګې بدل کړ.
هغه نن د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کښې وویل چې د مقاومت د مشر د شهادت ، د عالم مجاهد، او د زړور او د شجاع او د نوښتګر قومندان شهید حسن نصر الله د شهادت په هکله تسلیت وړاندې کوم.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب سید محمد حسن ابوترابي فرد جوته کړه: شهید السنوار چې کله د شهامت او د قدرت په اوج کښې هغه لرګی چې په لاس کښې یې دی د صهیونیسټ رژیم د کواډ کوپټر په لور توغوي یعني ای خلکو باید شجاع ووسئ او مقاومت وکړئ او د تاسو لرګی او کاڼي به د صهیونیسټ رژیم موډرنې وسلې له کاره وغورځوي.
هغه وویل چې د لبنان په سرحد کښې د صهیونیسټ رژیم موډرن ټانکونه ، او جنګي ماشین او وسلې له کاره غورځیدلي دي او دا د صبر ، د مقاومت او د ثابت قدمې نتیجه ده چې دغه ستر بدلون یې رامینځته کړی دی.