د ایران په وړاندیزسره د OIC او عربی اتحادئې سرمشریزه ترسره کیږي
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی، دایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر لومړي مرستیال دې ته په اشارې سره چې د اسلامي ملګرتیا اوعربی اتحادئې بیړنۍ غونډه دایران په وړاندیز سره ترسره کیږي، ووئيل؛ ددغې غونډې موخه په فلسطین او لبنان کې د جنګ او وینې بهیدا پاي دی.
محمد عارف نن سهار وختي په دغې غونډې کې د ګډون لپاره عربستان ته د روانیدا په وخت روښانه کړه، دغه غونډه دایران په وړاندیز او د خارجه وزیر عباس عراقچي په تعقیبونې سره ترسره کیږی او م وخه ئې په فلسطین او لبنان کې د جنګ ختمیدا او د وینې بهیدا درول دي . هغه هیله وښودله چې په دغې ناستې کې په سلامشورو سره ښې نتیجې ترلاسه شي.
د ایران د ولسمشر مرستیال هیله وښودله چې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو او حملو له امله تاوان موندونکو او کډه په سر شوو خلکو سره د مرستو په زمینو کې ارزښتمنو بریاؤ ته ورسیږو، چې په داسې بڼه کې به د اقداماتو دریم ګام ته وارد شو، دایران او ټولو عربی او اسلامی هیوادونو موه دا ده چې په سیمې کې یوه تل پاټې اور بند ته ورسیږو.
د اسلامی ملګرتیا موسیسې او عربی اتحادئې دغړو هیوادونو دوهمه مشترکه بیړنۍ غونډه نن د لړم دم یاشتې په یویشتمه نیټه دا یران او دڅه دپاسه پنځوسو اسلامی او عربو هیوادونو د لوړپوړو چارواکو په شتون سره دعربستان په ریاض کې ترسره کیږي.