د ایران په وړاندیزسره د OIC او عربی اتحادئې سرمشریزه ترسره کیږي
(last modified Mon, 11 Nov 2024 07:59:16 GMT )
Nov 11, 2024 12:29 Asia/Kabul
  • د ایران په وړاندیزسره د OIC او عربی اتحادئې سرمشریزه ترسره کیږي

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی، دایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر لومړي مرستیال  دې ته په اشارې سره چې د اسلامي ملګرتیا اوعربی اتحادئې بیړنۍ غونډه دایران په وړاندیز سره ترسره کیږي، ووئيل؛  ددغې غونډې موخه  په فلسطین او لبنان کې د جنګ او وینې بهیدا  پاي دی.

Image Caption

 

محمد عارف نن سهار وختي  په دغې غونډې کې د  ګډون لپاره  عربستان ته د روانیدا په وخت  روښانه کړه،  دغه غونډه دایران په وړاندیز او د خارجه وزیر عباس عراقچي په تعقیبونې سره  ترسره کیږی او م وخه ئې  په فلسطین او لبنان کې د جنګ ختمیدا او د وینې بهیدا درول دي .  هغه هیله وښودله چې په دغې ناستې کې په سلامشورو سره  ښې نتیجې ترلاسه شي.

د ایران د ولسمشر مرستیال هیله وښودله چې د صهیونیسټي رژيم  د جنایتونو او حملو  له امله تاوان موندونکو او کډه په سر شوو خلکو  سره د مرستو په زمینو کې  ارزښتمنو بریاؤ ته ورسیږو، چې په داسې بڼه کې  به د اقداماتو دریم ګام ته وارد شو، دایران او ټولو عربی او اسلامی هیوادونو  موه دا ده چې په سیمې کې یوه تل پاټې اور بند ته ورسیږو.

د اسلامی ملګرتیا موسیسې او عربی اتحادئې دغړو هیوادونو دوهمه مشترکه بیړنۍ غونډه  نن د لړم دم یاشتې په یویشتمه نیټه  دا یران او دڅه دپاسه پنځوسو  اسلامی او عربو هیوادونو  د لوړپوړو چارواکو په شتون سره  دعربستان په ریاض کې ترسره کیږي.