د پاکستان په پنجاب صوبې کښې د اسلامي وحدت غونډه جوړه شوه
(last modified Thu, 14 Nov 2024 00:49:56 GMT )
Nov 14, 2024 05:19 Asia/Kabul
  • د پاکستان په پنجاب صوبې کښې د اسلامي وحدت غونډه جوړه شوه

زمونږ خبریال راپور راکړی په پاکستان کښې د فلسطین ګڼ شمیر ملاتړو په اسلامي وحدت غونډې کښې په ګډون کولو سره په غزې تړانګه او لبنان کښې د صهیونیسټ د انسان ضده رژیم د جنایتونو په غندلو سره د دغه رژيم له نیواک څخه د قدس شریف تر ازادۍ پورې د مقاومت له جبهې څخه د هراړخیزه ملاتړ په دوام ټینګار وکړ.

په دغه غونډې کښې چې د «پاکستان د امت مصطفی د ویښتیا د تحریک »تنظیم په هڅې سره د پنجاب صوبې په خوشاب ښار کښې جوړه شوي وه د اهل سنتو او د اهل تشییعو ګڼ شمیر مذهبي او سیاسي مشرانو او شخصیتونو د لبنان د حزب الله د پخواني مشر شهید سید حسن نصر الله د شهادت د څلویښتې د لمانځلو په ترڅ کښې د مسلمان امت د سرلوړۍ لپاره د  مقاومت د سید یعني د حسن نصر الله او قدس د لارې د نورو شهیدانو مجاهدتونه وستائیل او د فلسطین له مظلوم ملت څخه د عملي او د جهادي ملاتړ پرضرورت یې ټينګار وکړ.

په دغه غونډې کښې د پاکستان د اهل سنتو مشرانو له صهیونیسټ رژیم سره په مقابلې کولو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د اقداماتو قدرونه وکړه او د اسرائیلو رژيم جنایتونو او تیریو ته د ایران پریکنده ځواب یې له اسلامي امت څخه د دفاع کولو او د مظلومانو د ملاتړ کولو مصداق وباله.

په لبیک یا اقصی غونډې کښې ګډون کونکو شیعه او سني مشرانو وویل په اوسنیو شرایطو کښې د ټولو  مسلمانانو او د اسلامي حکومتونو مسوولیت دا دی چې د منفعلانه دریځونو د غوره کولو پرځاې په جدیت سره د قدس د نیواکګر رژیم له تیریګریو سره مقابله وکړي او د  صهیونیسټ رژيم او د امریکا په شمول د هغه د لویدیځو ملاتړو د دسیسو په شنډولو سره وحدت او اسلامي پیوستون ته مخه کړي.