د ایران حکومت پرېکړه کړې، چې ټول قانوني او نا قانونه کډوال تنظیم کړي
د ایران د عدلیې وزارت مرستیال او د افغان بندیانو د انتقال د کمېټې مشر عسکر جلالیان ویلي چې د ایران د اسلامي جمهوریت حکومت پرېکړه کړې، چې ټول قانوني او غیر قانوني کډوال تنظیم کړي.
ښاغلي جلالیان دغه څرګندونې پرون پنجشنه د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست خلیل الرحمن حقاني سره په لیدنه کې کړي.
جلالیان په دې برخه کې له کابل څخه د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د طرحې، وړاندیز او مشورې غوښتنه هم کړې.
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت پراېکس پاڼه لیکلي چې له جلالیان سره په کتنه کې حقاني له ایران څخه غوښتي چې له ناقانونه کډوالو سره له زغمه کار واخلي او ناوړه چلند دې ورسره نه کوي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې په دې ناسته کې په ایران کې د کډوالو پر ستونزو، د جبرې ویستلو د مخنیوي، د بندیانو انتقال، له کډوالو سره ښه چلند، د ناقانونه کډوالۍ په مخنیوي، د ګډ میکانیزم رامنځته کولو او په دغه هېواد کې د ډیپلوماټانو (اتشو) پر ستونزو خبرې وشوې.