اسرائیل د غزې ویرې او وحشتونه په لبنان کښې تکراروي
اسرائیل د غزې ویرې او وحشتونه په لبنان کښې تکراروي
په غزې او لبنان کښې د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو په دوام سره د ملګروملتونو له ماشومانو د ملاتړ د صندوق یونیسیف ویاند جیمز الډر په غزې او لبنان کښې د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو دوام ته په اشارې سره وویل په غزې تړانګه کښې ویرې او وحشتونه یوځل بیا په لبنان کښې د تکرارید په حال کښې دي.
هغه په غزې او لبنان کښې د ماشومانو وژل وغندل او ویې ویل: اسرائیلو په لبنان کښې په سلګونو ماشومانو شهیدان کړي او په غزې کښې یې هم زرګونو ماشومان شهیدان او ژوبل کړي او هغو هیوادونو چې د دغو جنایتونو د مخه نیولو توان یې درلود د دغو وژلو په هکله هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.
د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اومه نیټه په غزې کښې د فلسطین د ملت او اوس په لبنان کښې د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژيم د مرګونو حملو له پیلیدا وروسته امریکا د اسرائیلو رژیم د تر ټولو ستر سیاسي ، مالي او وسله وال ملاتړي په توګه په ظاهره د اوربند خبرې کوي خو په عمل کښې د اسرائیلو د تاوتریخوالو د بندولو او د جنګ د بندولو لپاره د صهیونیسټ رژیم د مجبورولو لپاره هیڅ کار نه ترسره کوي.
د امریکا په وسلو سره په غزې او لبنان کښې د صهیونیسټ رژیم په حملو او بمباریو کښې تراوسه کابو پنځوس زره کسان شهیدان او لسګونو زره نور ژوبل شوي دي.