د وزن د اوچتولو په نړیوالو سیالیو کښې د ایران نایب اتلوالۍ
پارس ټوډی – د وزن د اوچتولو په نړیوالو سیالیو کښې چې د روسیې په کوربه توب وشوې د ایران د اسلامي جمهوریت د پیاوړو وزن پورته کونکو بریالي کیدل سبب شوي چې د ایران ټیم د څلوردیرشو بیلابیلو میډالونو په ترلاسه کولو سره وکولای شي له کوربه هیواد روسیې وروسته د نایب اتلوالۍ مقام ترلاسه کړي.
د وزن د پورته کولو په څانګو کښې د پاورلیفټینګ د نړیوالو سیالیو لسم پړاو د نړۍ د څلویښتو هیوادونو د څه د پاسه اته سوه پنځوسو(۸۵۰) ورزشکارانو په ګډون سره په ماسکو کښې ترسره شو او د ایران ټیم د سرو زور، سپینو زرو او د برنزو یعني د ژیړو د څلرویشتو میډالونو په ترلاسه کولو سره د ځوانانو، لویانو او د تجربه کارو کسانو په هر درې واړو برخو کښې له روسیې وروسته د دغو سیالیو د نایب اتلوالۍ مقام ترلاسه کړ.
پارس ټوډی سایټ زمونږ د خبریال په قول ویلي دي د ایران د پاورلیفټینګ د ټیم سرپرست «جابر اسد زاده» د بیلابیلو عمرونو په برخو کښې د ایران د شپږدیرشو ورزشکارانو شتون ته په اشارې سره وویل: د روان کال په سیالیو کښې د نړۍ قدرتمنو وزن پورته کونکو کسانو ګډون درلود او د ګډون کونکو هیوادونو له ټولګې سره د شپږو نورو هیوادونو په ورزیاتیدا سره د سیالیو سویه ډیره لوړه وه.
د پاورلیفټینګ د نړیوالو سیالیو د لسم پړاو اجرايي مدیر «اندره سیمونوف»هم د ایران ورزشکاران د روسیې او د نورو هیوادونو د ورزشکارانو لپاره جدي سیالان وبلل او ویې ویل: له کوربه هیواد روسیې څخه وروسته ایران تر ټولو زیات میډالونه ترلاسه کړل.
بل خبر دا چې د ایران د فټبال ملي ټیم هم د دوه زره شپږویشتم میلادي کال د نړیوال جام او کپ د مقدماتي مرحلې په شپږمه اونۍ کښې د قیرغیزستان په مقابل کښې په برترۍ ترلاسه کولو سره هماغه راز د خپلې ډلې په سر کښې پاتی شو.
د ایران د فټبال ملي ټیم د دوه زره شپږویشتم میلادي کال د نړیوال جام د مقدماتي پړاو د ای (A)ډلې په شپږمه اونۍ کښې په تیرې سه شنبې ورځ په قیرغیزستان کښې سیالۍ وکړه او د دوو ګولونو په مقابل کښې په دریو ګولونو سره له کوربه هیواد څخه مخکی شو.
ایران د دغه سخت بریالیتوب په ترلاسه کولو سره د شپاړسو امتیازي ډلې په جدول کښې ورغی او له ازبکستان سره په پرتله کښې په درې امتیازه اختلاف سره په سر کښې پاتی شو.
قیرغیزستان هم په درې امتیازونو سره په پینځمې درجې کښې ورغی.