اسلامي ایران د تیلو د خرڅولو او صادرولو لپاره هیڅ اندیښنه نلري
(last modified Mon, 25 Nov 2024 23:38:51 GMT )
Nov 26, 2024 04:08 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران د تیلو د خرڅولو او صادرولو لپاره هیڅ اندیښنه نلري

د ایران د تیلو وزیر «محسن پاکنژاد» دغه پوښتنې ته په ځواب کښې چې ایا په امریکا کښې واک ته د نوي ولسمشر ډونالډ ټرامپ په رسیدا سره د ایران د تیلو د خرڅولو اندازه او کیفیت به بدل شي وویل

ایران د تیلو د  خرڅولو او د صادرولو په زمینه کښې هیڅ ډول اندیښنه نلري.

هغه زمونږ له خبریال سره په ځانګړي مرکه کښې وویل د ایران د اسلامي جمهوریت د تیلو وزارت د نړیوالو چارو په برخه کښې د خپلو کسانو په وسونو باندې تکیې کولو سره د تیلو د خرڅولو او د صادرولو په زمینه کښې هیڅ ډول اندیښنه نلري.

د ایران د تیلو وزیر محسن پاکنژاد وویل ایران هڅه کوي په اسټریا هیواد کښې د اوپیک او د اوپیک پلس په راتلونکو غونډو کښې د خپلو د تیلو د تولید د کمیدا په زمینه کښې محدودیت ونه مني او هماغه راز د هغو شرایطو په دلیل چې لرو یې د تیلو په بازار کښې خپله ونډه وساتو.

د ایران اسلامي جمهوریت د امریکا او د سپینې ماڼۍ د لویدیځو متحدانو له بایکاټونو سره سره په نړیوالو بازارونو کښې د تیلو خرڅول زیات کړي دي او نوي ګاهکان یې پیدا کړي هم دي.