پاپ په فلسطین کې د صهیونیسټي رژيم استکبار محکوم کړل
د نړۍ د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس په یولړ څرګندونو کې په غزې تړانګې کې دفلسطین دملت کړاؤنو ته په اشارې سره،د لومړي ځل لپاره په فلسطین کې د صهیونیسټ رژیم استکبار محکوم کړ.
زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ، پاپ فرانسیس په دغه دریځ نیونې کې چې په غزې کې په نسل وژنې د هغه د څرګندونو یوه اونۍ وروسته اعلان شوي،په فلسطین او اوکراین کې ئې د یرغلګرو استکبار او کبر محکوم کړ.
د نړۍ د کاتولیکانو رهبر دغه څرګندونې پرون د چیلي اوآرژنټاین ترمینځ د سولې دتړون د څلویښتمې کلیزې په مناسبت کړی دي او په نړۍ کې ئې اوسني جنګونو او په د غو جنګونو پسې دوامدار او دردناک کړاؤنو ته توجه کړې ده.هغه په خپلې وینا کې وئيلي دي، زه نن د بشریّت دوو ناکامیو ته اشاره کوم ،اوکرانی او فلسطین، چې ډیر زیات کړاؤ دی او د ینواکګرو ګستاخۍ خبرې اترې کمزوري کوي.
پاپ فرانسیس په نړۍ کې د وسلو په تجارت په سختو نیوکو سره د جنګ ددوام په اوج کې د سولې په باب خبرې کول ، یو ډول نفاق وباله او د نړیوالو تعاملاتو په بطن کې ئې د خبرواترو د راوستو غوښته وکړه.
هغه چې د لومړي ځل لپاره په څرګنده د صهیونیسټي نیواکګر رژیم اقدامات محکوم کړي،د دینونو د نمایندګانو او ډيپلوماټانو په ټول کې ټینګار وکړ، سوله باید دعدل، انصاف او خبرواترو په اساس د نړیوالې ټولنې د تعاملاتو جوهره شي.
پاپ فرانسیس تل وئیلي دي،چې په غزې تړانګې او اوکراین کې د عامو خلکو لپاره دعا کوي او پخپلو څرګندونو کې د دوي د هرې ورځې کړاؤنو او دردونو ته اشاره کوي.