د ایران ایټمی موضوع ډيپلوماټيک حل لارې ته اړتیا لري
https://parstoday.ir/ps/news/event-i154758-د_ایران_ایټمی_موضوع_ډيپلوماټيک_حل_لارې_ته_اړتیا_لري
د اروپائی اتحادئې د بهرني سیاست د  کمیشن د مشر مرستیال  له ایرانیو چارواکو سره  خبرې اترې مثبتې وارزولې.
(last modified 2024-11-29T11:42:45+00:00 )
Nov 29, 2024 16:09 Asia/Kabul
  •  د ایران ایټمی موضوع ډيپلوماټيک حل لارې ته اړتیا لري

د اروپائی اتحادئې د بهرني سیاست د  کمیشن د مشر مرستیال  له ایرانیو چارواکو سره  خبرې اترې مثبتې وارزولې.

زمونږخبریال د مهر خبری آژانس له قوله راپور راکړ، په داسې حال کې  چې  ټاکل شوې ده،نن د ایران او درو اروپائي ټرائيکا(انګلستان،جرمني او فرانسې) ترمینځ د ایران د ایټمي موضوع په باب خبرې ترسره شي، د اروپائی اتحادئې د بهرني سیاست د کمیشن د مشر  جوزف بورل  مرستیال آنریکه مورا بیګا  له ایراني لوري سره د رغنده خبرواترو دترسره کیدا خبر ورکړ.

 مورا پخپلې ایکس پاڼې کې  لیکلي دي ، په دغې کتنې کې  له روسیې سره د ایران د ملګرتیاؤ، په لویدیځي آسیا سیمې  کې اوسني تاؤتریخوالي او د تاؤتریخوالو د زیاتیدا  دمخنیوي اهمیّت  او هم د بشری حقوقو مسئلې مطرح شوې. مورا ټينګار کړی دی ، دایران  ایټمی موضوع ډيپلوماټيک  حل لارې ته اړتیا لري.

له دې مخکې د ایټمي انرژۍ  دنړیوال آژانس په واکمنې شورا کې د پریکړه لیک په تصویبیدا کې  د  اروپائي ټرائيکا  یو اړخیز اقدام  د تهران د  جدي نیوکو لامل شوی ؤ ،خو اوس  بروکسل هڅه کوي،  په مختلفو زمینو کې  ددواړو لورو ترمینځ  ډ يپلوماټيکې  خبرې اترې بیل پیل شي.