ایران او مقاومتي ډلې د سورئې  ملاتړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i154846-ایران_او_مقاومتي_ډلې_د_سورئې_ملاتړي_دي
د ایران د اسلامی جمهوریت  خارجه وزیر ووئيل؛ایران او مقاومتي ډلې  د ترهه ګرو په وړاندې د سورئې پشتیبان  دي.
(last modified 2024-12-02T04:34:11+00:00 )
Dec 02, 2024 09:02 Asia/Kabul
  • ایران او مقاومتي ډلې د سورئې  ملاتړي دي

د ایران د اسلامی جمهوریت  خارجه وزیر ووئيل؛ایران او مقاومتي ډلې  د ترهه ګرو په وړاندې د سورئې پشتیبان  دي.

زمونږ خبریال دایرنا له قوله  راپور راکړی،د ایران خارجه وزیر عباس عراقچی دخپل سیمه ایز سفر په دوام کې بیګا ترکیې ته تللی او انقرې هوائي ډګر  ته د رسیدا په وخت ئې  خبریالانو سره په خبرو کې روښانه کړه، طبیعي ده  چې دترهه ګرو اقدام یوه محاسباتي تیروتنه ده او د سورئې پوځ او حکومت  ددې جوګه دی چې له دوي سره کلکه مقابله وکړي، البته  مقاومتي ډلې  هم ورسره مرسته کوي او د ایران اسلامی جمهوریت  به هم  هر ډول هغه پشتیباني  چې لازمه شي، ترسره کړي.

د ایران خارجه وزیر ووئيل، له ترکیې سره د ایران  مشورې همیشه  د مختلفو موضوعګانو په باب دوام لري او هیله مند یم چې  دسیمې د مسئلو په باب یوۀ داسې واحد تفاهم او اخستون ته ورسیږو، چې  د سیمې د ثبات سبب  شي.

د ایران خارجه وزیر ټاکل شوې ده نن د ترکیې له ولسمشر ، خارجه وزیر او نورو اړونده لوړپوړو  چارواکو سره  د دوو اړخیزو اړیکو اود سیمه ایزو حالاتو او په سورئې کې د روانو بدلونونو په اړه بحث  او د نظر تبادله وکړي.

د ایران او ترکیې خارجه وزیران به دسیمې د بدلونونو په باب  دایران او ترکیې  دریځونه هم تشریح کړي.د ایران اسلامی جمهوریت ،ترکیه او روسیه  د سورئې په باب  د آستانې د  خبرو دبهیر ضامن هیوادونه شمیرل کیږي.