په غزه کې نسل وژنه؛ اسرائیل په خپلو خیمو کې کډوال سوځوي
(last modified Fri, 06 Dec 2024 10:46:20 GMT )
Dec 06, 2024 15:16 Asia/Kabul
  • په غزه کې نسل وژنه؛ اسرائیل په خپلو خیمو کې کډوال سوځوي

په غزه کې د فلسطینیانو په خلاف د اسرائیلو د جنایتونو په دوام، د اروپا - مدیترانې د بشري حقونو څار ادارې اعلان وکړ: صهیونیسټي پوځیانو په خان یونس کې د فلسطیني کډوالو یوه ډله ژوندۍ سوځولې ده.

د اروپا - مدیترانې د بشري حقونو څار ادارې دې ته په اشارې سره چې د غاصب صهیونیسټي رژیم پوځیان په قصدي توګه ملکي خلک په نښه کوي زیاته کړه چې، د اسرائیلو پوځیانو په مستقیمه توګه د خان یونس په «المواصي» سیمه کې د مهاجرینو خیمې په نښه کړې، چې له امله یې شل تنه فلسطینیان چې زیاتره یې ماشومان وو، شهیدان او 18 تنه نور ټپیان او و سوځول شول.

د فلسطین د خلکو په وژلو او نسل وژنې کې د صهیونیسټي رژیم جنایتونه هېڅ سرحد نه لري. د غزې له جګړې د څه باندې یو کال په تېرېدو سره، اسرائیل په غزه کې مېشت فلسطینیان حتی په خیمو او د کډوالو په کمپونو کې په نښه کوي او په شهادت یې رسوي.

اوس د فلسطيني شهيدانو شمېر له ۴۴ زرو او د ټپيانو شمېر له سلو زرو اوښتی دی.

له دې سره، پر غزې بمبارۍ او حملې په داسې حال کې دوام لري چې د غزې پاتې اوسېدونکي زیاتره په خیمو او د کډوالو په کمپونو کې په لږو امکاناتو سره ژوند کوي، خو د صهیونیسټي رژیم پوځیان په قصدي توګه د هغوی خیمې هم په نښه کوي.

پرون د بښنې نړیوال سازمان عمومي منشي، انیس کالامار، په غزې کې د بدلونونو او په دې سیمه کې د اسرائیلو د بریدونو په اړه  د راپور په وړاندې کولو سره اعلان وکړ: نسل وژنه د ترسره کېدو په حال کې ده.

د شپږو میاشتو له ژورو او متمرکزو څېړنو وروسته، زموږ په ذهنونو کې هېڅ شک شتون نه لري. د شواهدو او ارقامو له ټولیزې بیاکتنې وروسته، یوازینۍ پایله دا ده چې اسرائیل په عمدي توګه په تېرو وختونو او اوس مهال کې نسل وژنه کوي.

که څه هم د فلسطین په خلاف د صهیونیسټانو جنایتونه له څو لسیزو راهیسې د امریکا په ګډون، د لوېدیځو هېوادونو د ملاتړ تر سیوري لاندې دوام لري او د فلسطین خلک له خپلو ډېرو لومړنیو حقونو بې برخې دي، خو په تېر یوه کال کې په غزې کې د جګړې دوام څرګنه کړې چې  صهيونيسټي رژيم د فلسطينيانو د وژلو لپاره هېڅ حد او حدود نه لري، اسرائيلي پوځيانو نه يوازې روغتونونه، د درملنې مرکزونه او ښوونځي په نښه کړي، بلکې د ښځو او ماشومانو کمپونه هم سوځوي او د خوراکي او درملیزو توکو په مخنیوي سره په رسمي توګه ستره نسل وژنه پیل کړې ده.

په حقیقت کې تل ابیب چې اوس هم د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو له ملاتړ څخه برخمن دی،د توکم پالنې سیاست په اجرا سره د فلسطینیانو د نسل وژنې په حال کې دی. لوېدیځو هېوادونو د غزې د جګړې له پیل راهیسې، د هر ډول وسلو په لیږلو او په مالي او سیاسي ملاتړ سره، د اسرائیلو د نسل وژنې له سیاست څخه یې ملاتړ او ادعا یې کړې چې د اسرائیلو جګړه د حماس پر ضد ده.

خو اوس د بښنې نړیوال سازمان په راپور کې په څرګند ډول ټینګار کوي چې په ګڼ مېشتو سیمو کې د پراخو ویجاړوونکو وسلو کارول، د اړینو مرستو د رسولو مخه نیول او د غزې د ۲،۴ میلیونو وګړو د ۹۰ سلنه بې ځایه کېدل، دا ټول د اسرائیلو د ادعا خلاف ثابتوي

د غزې بحراني وضعیت د دې لامل شوی چې په ګڼو اروپايي هېوادونو او امریکا کې د اسرائیلو د ملاتړ له دوام سره مخالفتونه زیات شوي دي. په حقیقت کې اوس د نړیوالو سازمانونو له خوا د ګڼو رپوټونو خپرېدل په ډاګه ښيي چې اسرائیل نه یوازې ظالمانه جګړه پیل کړې، بلکې د فلسطینیانو پر وړاندې یې جدي او واقعي نسل وژنه پیل کړې او په دې لړ کې د غربي هېوادونو هر ډول وسلې کاروي.

د بښنې د نړیوال سازمان عمومي منشي همدارنګه خبرداری ورکړی: هغه حکومتونه چې اسرائیلو ته وسلې لیږدوي د کنوانسیون له مخې د نسل وژنې د مخنیوي لپاره له خپلو ژمنو سرغړونه کوي او د لاس لرلو له خطر سره مخ دي.

په حقیقت کې د غزې د جګړې له پیل راهیسې غربي هېوادونه، له یوې خوا په دوه ګوني دریځونو کې د بشري حقونو په اړه خبرې کوي او له بلې خوا اسرائیلو ته وسلې ورکوي او د تل ابیب له دریځونو دفاع کوي، دوی په غزه کې د نژادي تبعیض د پایته رسولو لپاره د پاتې راتلو څرګندونې کوي، په داسې حال کې چې دوی پخپله د اسرائیلو په دې لوی جنایت کې شریک دي.