د لبنان په جنوب کښې د صهیونیسټی پوځ درې پوځیان ووژل شول
Dec 09, 2024 11:03 Asia/Kabul
د صهیونیسټ رژیم سرچینو اعلان وکړ چې درې اسرائیلی پوځیان د لبنان په جنوب کښې وژل شوی دی.
زمونږ خبریال د ایرنا له قوله راکوی صهیونیسټی رسنیو د دغې پېښې جزئیات نه دی یاد کړی.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د لبنان حزب الله اعلان کړی و چې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر له لومړۍ نیټې راهیسې تر اوسه څه باندې ۱۳۰ صهیونیسټي پوځیان هلاک شوي او تر ۱۲۵۰ زیات پوځیان ټپیان شوي دي.
د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ هم په لبنان باندې د صهیونیسټی رژیم له حملې څخه تراوسه پورې ۱۶۶۶ عملیاتونه ترسره کړی دی او د دغو عملیاتو په لړ کښې یې په نیول شویو سیمو کښې د صهیونیسټی پوځیانو اډې او د صهیونیسټی میشت ځایونو تر ۱۵۰ کیلومترۍ پورې په نښه کړی دی.
ټیګونه