یمنیانو د صهیونیسټ رژیم یو مهم او حساس هدف په نښه کړ
Dec 10, 2024 03:45 Asia/Kabul
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند وویل: د دغه هیواد وسله والو ځواکونو په اشغال شوی فلسطین کښې د صهیونیسټ رژیم یو مهم او حساس هدف په نښه کړی دی.
د مهر خبری آژانس د راپور له مخې، د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع ټینګار وکړ، د دغه هیواد وسله والو ځواکونو د تل ابیب د جنوب په یفنا سیمه کښې د اسرائیلو دښمن په حساسو هدفونو حمله وکړه.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند ویلي، چې دغه عملیات د فلسطین د مقاومت د خلکو په ملاتړ د بې پیلوټه الوتکې په مرسته ترسره شوي دي.
یمنیانو له دې مخکې هم څو څو ځله په توغندوی او بې پیلوټه الوتکو سره د صهیونیسټ رژیم مهمې او حساسې سیمې په نښه کړی دی .
ټیګونه