صهیونیسټ نیواکګر رژيم د سوریې حرمون سیمه هم ونیوله
(last modified Sat, 14 Dec 2024 06:10:16 GMT )
Dec 14, 2024 10:40 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ نیواکګر رژيم د سوریې حرمون سیمه هم ونیوله

زمونږ خبریال راپور راکړی صهیونیسټ رژیم د سوریې په خاوره باندې د خپلو تیریو په دوام کښې له یوپنځوس کلونو وروسته د لبنان او د سوریې په سرحد کښې حرمون سیمه ونیوله.

د صهیونیسټ رژيم د جنګ وزیر «یسرائیل کاتس» نن سهار له جبل الشیخ سیمې څخه له یوپنځوس کاله شاتګ وروسته د سوریې د جبل الشیخ لوړې سیمو د بیا نیولو خبر ورکړ او ویې ویل: د هغو پیښو په بهیر کښې چې په سوریې کښې د رامینځته کیدا په حال کښې دي د حرمون د غره په څوکې باندې د اسرائیلو کنټرول زیات اهمیت لري.

المیادین ټیلي ويژن هم وویل: د صهیونیسټ رژيم د پوځ جنګي الوتکو په طرطوس کښې د سوریې د پوځ په مرکز او په لاذقیه کښې د پوځ د مهماتو په ګودامونو باندې بمبارې وکړې.

په عین حال کښې د سوریې د بشري حقوقو د څارونکي په نوم ډلې راپور ورکړ؛ د بشار اسد د حکومت له نسکوریدا وروسته اسرائیلو د سوریې په خاوره باندې کابو درې سوه لس ځله هوايي حملې کړي دي او په دغو بریدونو کښې په حلب ولایت کښې د دفاع وزارت په ډیرې مرکزونو او د دمشق په خوا کښې د وسلو او د مهماتو په ګودامونو او نورو په لسګونو سیمو باندې تیري شوي دي.

له بلې خوا رسندوي سرچینو د صهیونیست رژیم د پوځیانو لخوا سوریې د یوشمیر نورو سیمو د نیول خبر ورکړ او قنیطره ښار ته د نیواکګرو صهیونیسټي پوځیانو د نفوذ کولو تصویرونه خپاره کړل.

له دغو تیریو سره په یووخت د اسرائیلو رژیم کابینې د سوریې د جبل الشیخ سیمې له نیولو او په دغه سیمه کښې د یوې حائلې سیمې له جوړولو سره موافقت وکړ.

په سوریې باندې د صهیونیسټ رژيم د پوځ دغه حملې او نیواک وروسته له دې ترسره شو چې د سوریې د حکومت مخالفانو د دسمبر د میاشتې په اتمه نیټه د دمشق ښار کنترول په لاس کښې واخیست او د بشار اسد حکومت یې نسکور کړ.