مقاومت د صهیونیسټ رژيم له تیریو د خلاصیدا یوازنۍ لاره ده
(last modified Sat, 14 Dec 2024 09:24:25 GMT )
Dec 14, 2024 13:54 Asia/Kabul
  • مقاومت د صهیونیسټ رژيم له تیریو د خلاصیدا یوازنۍ لاره ده

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د لبنان په «الاخبار» ورځپاڼه کښې په یوې مقالې کښې مقاومت د صهیونیسټ رژیم د تیریو په وړاندې د سیمې د بچیانو مخ ته یوازنۍ لاره وبلله.

هغه په دې خبرې سره چې په ټولو پړاونو کښې د مقاومت بڼه او شکل د وخت، د توان او د امکاناتو د ضرورت پراساس و وویل: مقاومت د پلارانو او د میندو په تفکر کښې بڼه خپله کړه او د مقاومت د بچیانو په وسمنو مټو کښې په بیلابیلو ډولونو وکارول شول.

عراقچي د خپلې مقالې په دوام کښې د بشار  اسد د حکومت له نسکوریدا وروسته د سوریې وروستیو بدلونونو ته په اشارې سره ولیکل: څوک  د یوه هیواد په خاورې باندې د اسرائیلو د تیري مسوول دي چې په خپل بطن کښې په سختو شرایطو سره د یوه حکومت له نسکوریدا او د بل حکومت واک ته له رسیدا سره لاس او ګریوان دي؟

هغه په دغه مقالې کښې د فلسطین د غزې تړانګې د بې ګناه خلکو پرضد د صهیونیسټ رژيم جنایتونو ته اشاره وکړه او ویې ویل: څوک د اسرائیلو د شرم او د خیځالت مسوول دي.

د ایران خارجه وزیر عراقچي په پاې کښې د لویدیځو هیوادونو د بشري حقوقو دوه ګوڼه معیارونو ته په کنایې سره ولیکل: د خواشینۍ څرګندول او د اندیښنې اعلانول هغه تر ټولو ساده ټکي او کله نه کله تر ټولو بې معنا ټکي دي چې د لویدیځې اسیا د خلکو د برخلیک په ټاکلو کښې د ډیرو مسوولو هیوادونو په ادبیاتو کښې کارول شوي دي.