دصهیونیسټ رژیم پوځیانو په قصدا دصهیونیسټانو دبندیانو په ځای بمباری وکړه
د مهر خبری آژانس د خبر له مخې، د قسام د کنډکونو ویاند«ابو عبیده» په ټولنیزه شبکه کې لیکلی چې استخباراتی معلومات تاییدوی چې صهیونیسټي دښمن په قصدي ډول د بندیانو او ساتونکو د وژلو په هدف صهیونیسټانو د هغوی ځایونه بمبار کړل.
ابو عبیده د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د اسراییلي بندیانو د وژلو مسوول وباله.
دفلسطین مقاومت په غزې تړانګې کښې د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکټوبر په اوومه نیټه په یو ناڅاپي عملیاتو کښې د غزې تړانګې ته څیرمه صهیونیسټانو میشت ځایونو ته ننوتل او کابو ۲۵۰ صهیونیسټان یې ونیول .
له دغو بندیانو څخه یو شمېر یې په بشردوستانه عمل او یو شمېر نور یې د صهیونیسټ رژیم او حماس ترمینځ د بندیانو د تبادلې په عملیاتو کښې آزاد شول .
له دې سره سره د غزی په تړانګې باندې د اسرائیلي پوځیانو د ډزو په دوام او د غاصب رژیم د افراطي کابینې د بې غورۍ او د وحشیانه حملو د دوام له کبله یو شمیر بندیان ووژل شول.