امریکاته د یمن د انصار الله خبرداری؛ د جهنم دروازه خلاصه ده
(last modified Mon, 16 Dec 2024 09:28:01 GMT )
Dec 16, 2024 13:58 Asia/Kabul
  • امریکاته د یمن د انصار الله خبرداری؛ د جهنم دروازه خلاصه ده

تهران ریډیو- د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ لوړپوړي مسئول خبرداری ورکړ.امریکا له یمن سره  د تاؤتریخوالی په زیاتولو سره ، پر خپل ځان د جهنم دروازې پرانیزي .

زمونږخبریال  د ایرنا له قوله راپور راکړ، د یمن دانصار ا... غورځنګ یوه لوړپوړ ي مسئول عبدالرحمن  الاهنومي په ایکس ټولنیز چینل کې د یوه پوسټ په خپرولو سره  خبرداری ورکړی، له یمن سره هرډول تاؤتریخوالي زیاتیدا په سیمې کې د امریکا او دهغې د متحدانو او ګوډاګیانو د شتون په وړاندې،د جهنم دروازې پرانیزي.

الاهنومي زیاته کړې  ده ، مونږ هرڅه چې وتوانیږو، د امرکیا ګټې او مرکزونه او حتی که  په افریقا او فارس خلیج کې هم وي، په شیشت کې راولوو  او  یمن  له مودو مخکې راهسې  ددغه کار لپآره لازم  امکانات برابر کړي دي.

الاهنومی  دغه راز وئيلي دي،هماغه شان چې امریکا له دې مخکې  له یمن سره جنګ ته په واریدیدا سره ،  خپلې بیړئ او کشتۍ  دیمن لپاره په ټارګټونو بدلې ک ړې ، او درندۀ لګښتونه ئې ورکړل، د تاؤتریخوالي د زیاتیدا په بڼه کې به  ئې لګښت څو چنده  زیات شي.

د امریکا او انګلستان  جنګي الوتکو  نن دوشنبې ورځې سهار وختي  د یمن په لویدیځ کې  په حجې ولایت کې  په میدي سیمې باندې هوائي بمبارئ کړي دي. پرون هم دغو تیریګرو  په الحدیده  ساحلي ولایت باندې  یو شمیر حملې کړې وې.خو یمن هماغه شان  د اسرائیلو په مرکزونو د ډ ورونز او توغندوي حملو سره   او په سرۀسمندر او مدیترانې  سمندر کې  د صهیونیسټ رژيم سمندري کلابندۍ  ته هماغه راز دوام ورکوي.