امریکا سورئې ته لازیات عسکر ولیږل 
(last modified Tue, 24 Dec 2024 08:50:32 GMT )
Dec 24, 2024 13:20 Asia/Kabul
  • امریکا سورئې ته لازیات عسکر ولیږل 

تهران ریډیو-  امریکا  په سورئې کې دیره ددغه هیواد د پوځيانود زیاتیدونکی ګواښل کیدا په پلمه ، سورئې  ته لازیات پوځونه ولیږدول.

زمونږخبریال د ایرنا له قوله راپور راکړی، د امریکا ددفاع وزارت  ویندوي پټ رایډر پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې ووئيل؛ په تیرو  کلونو کې په سورئې کې ددیره امریکائي پوځیانو شمیر د ځینو ماموریتونو د اړتیاؤ په اساس یولړ بدلونونه درلودلي،هماغه شان چې  د امریکائي پوځیانو لپاره  ګواښونه زیات شوي دي.

د امریکا د دفاع و زارت پنټاګان  د اعلامیې په اساس، ۹۰۰ امریکائي پوځيان په دایمي توګه په سورئې کې دیره دي په داسې حال کې  چې  یو زر سل پوځيان هم  په سورئې کې د  د پوځيانو د ساتنې ،ټرانسپورټ حفاظت او یا  په سورئې کې د نورو عملیاتي ضرورتونو  څخه په ملاتړ کې د  موقتي دیره کیدا دتوانمنولو  په موخې سره  دیره شوي دي.

د امریکا نوی ټاکل شوی  ولسمشر ډونالډټرمپ به په راتلونکي میاشت کې د  خپلې  ولسمشرۍ د دوهم پړاؤ په پیلولو سره  د سورئې په ختیځّ کې ددیره  دوه زره امریکائي  عسکرو د راتلونکي  په باب  له یو لړ مهمو او زیاتیدونکو پوښتنو سره  مخ شي.