لومړي وزیربنیامین نتانیاهو اسرائیل په یوه مریه بدل کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i155964
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو «معاریو» ورځپاڼې ولیکل: د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر «بنیامین نتانیاهو» د غزې پرضد جنګ ته د شخصي ګټو او په واک کښې د پاتې کیدا لپاره دوام ورکوي او هغه اسرائیل مریه جوړ کړی دی.
(last modified 2025-01-05T12:59:05+00:00 )
Jan 05, 2025 12:56 Asia/Kabul
  • لومړي وزیربنیامین نتانیاهو اسرائیل په یوه مریه بدل کړی دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو «معاریو» ورځپاڼې ولیکل: د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر «بنیامین نتانیاهو» د غزې پرضد جنګ ته د شخصي ګټو او په واک کښې د پاتې کیدا لپاره دوام ورکوي او هغه اسرائیل مریه جوړ کړی دی.

معاریو ورځپاڼې ولیکل اسرائیل د یوه کوټلي هدف په لور د یوه چټک اقدام پرځاې چې د امنیت او د ثبات تضمینونکی دې ووسي داسې نا ختمیدونکي جنګ ته دوام ورکوي چې لومړي وزیر نتانیاهو ته اجازه ورکوي چې په حکومت کښې پاتې شي.

معاریو ورځپاڼه لیکي له دې سره سره چې په تیرو دوو میاشتو کښې له حماس غورځنګ سره  د اوربند هیله رامینځته شوي وه خو لومړي وزیر نتانیاهو د امریکا له وال سټریټ جورنال ورځپاڼې سره په مرکه کښې دغه هیله له مینځې یوړه وویل هر ډول موافقه به جزيي وي ځکه چې نتانیاهو نیت نلري د حماس غورځنګ له ختمولو مخکې د جنګ له ختمیدا  سره موافقت وکړي.

د اسرائیلو معاریو ورځپاڼې زیاته کړه دغه جنګي شرایط په داسې حال کښې دي چې د صهیونیسټ رژيم څه د پاسه پنځوس بندیان د صهیونیسټ رژيم په بمباریو او ډزو کښې وژل شوي او عملا د اسرائیلو نیمايي بندیان د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې وژل شوي دي.

د فلسطین پرضد له ټولو جنایتونو سره سره صهیونیسټ رژيم اعتراف کړی دی چې له پینځلس میاشتې جنګ وروسته تراوسه نه دی توانیدلی له دغه جنګ څخه خپلو هدفونو یعني د حماس غورځنګ تباه کولو او له غزې تړانګې د صهیونیسټ بندیانو خوشي کولو ته ورسیږي.