ايران په چين کې د زلزلې له قربانيانو سره خواخوږي څرګنده کړه
(last modified Wed, 08 Jan 2025 08:34:52 GMT )
Jan 08, 2025 13:04 Asia/Kabul
  • ايران په چين کې د زلزلې له قربانيانو سره خواخوږي څرګنده کړه

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند د چين په تبت سيمه کې د زلزلې د قربانيانو له کورنيو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.

د سحاب د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي، د تبت په سیمه کې د زلزلې په ترڅ کې د لسګونه کسانو د وژل کېدو له امله د قربانیانو له کورنیو، حکومت او د چین له خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او د پېښې قربانیانو او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله وکړه.

د سه شنبې په سهار د چین په جنوب لوېدیځ کې د تبت سیمه د ریښتر په کچه ۶،۸ درجې زلزلې ولړزوله. د رسنیو د راپورونو له مخې، تر اوسه په دې زلزله کې ۱۲۷ کسان وژل شوي او ۱۸۸ نور هم ټپیان شوي دي.