په ایران اسلامي جمهوریت کښې پوځي مانوره ترسره شوه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i156272-په_ایران_اسلامي_جمهوریت_کښې_پوځي_مانوره_ترسره_شوه
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران په فردو او خنداب سیمو کښې د هوايي دفاع پوځي مانوره ترسره شوه چې پکښې ډول ډول بې پایلوټه الوتکې او توغندي وزامویل شول.
(last modified 2025-01-12T23:40:04+00:00 )
Jan 13, 2025 04:08 Asia/Kabul
  • په ایران اسلامي جمهوریت کښې پوځي مانوره ترسره شوه

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران په فردو او خنداب سیمو کښې د هوايي دفاع پوځي مانوره ترسره شوه چې پکښې ډول ډول بې پایلوټه الوتکې او توغندي وزامویل شول.

د ایران پوځ وویل چې له توغندوي حملو څخه د اټومي مرکزونو  د ساتلو مانوره هم ترسره شوه.

د ایران پوځ ویلي دي چې دغه پوځي مانوره به د روان میلادي کال د مارچ میاشتې تر نیمايي پورې دوام ولري.

د ایران رسنیو وویل چې د دغه پوځي مانورې هدف د حملو پرضد د هیواد د هوايي دفاع سیسټم پیاوړي کول دي.

د ایران رسنیو دغه راز وویل چې د دغه پوځي مانورې مقصد د دښمن د ممکنه حملو پرضد د جنګي چمتووالي ارزونه هم ده.