د اسرائیلو د کورني امنیت وزیر له حماس سره موافقه بده وبلله
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم د داخلي امنیت سرزوري وزیر «ایتامار بن ګویر» پرون په یوې خبر پاڼه کښې وویل له غزې تړانګې سره د اوربند موافقه شرمونکي ده او نیمګړتیا لري او مونږ به په« د یهود د عظمت « ګوند کښې خپلې استعفا ورکړو.
هغه له حماس غورځنګ سره د اسرائیلو د اوربند په موافقې باندې نیوکې سره وویل دغه موافقه بده موافقه ده چې پکښې د سلګونو ورانونکو او د قاتلو بندیانو خوشي کیدل شامل دي.
د صهیونیسټ رژيم د کورني امنیت وزیر ایتامار بن ګویر دغه راز زیاته کړه دغه موافقه ټولې بریاوې له مینځه وړي او پاتې یرغمل شوي کسان هم له مینځه وړي.
هغه وویل که چیرې دغه موافقه تصویب شي نو مونږ د اسرائیلو له حکومت څخه استعفا ورکوو.
بن ګویر وویل که چیرې د حماس پرضد د جنګ د له سره د پیلولو لپاره فیصله هماغه ډول چې مونږ یې غوښتنه کړي ده واخیستل شي نو مونږ به یوځل بیا د حکومت ملاتړ وکړو.
د اسرائیلو د کورني امنیت وزیر ایتامار بن ګویر وویل د اوربند اوسنۍ موافقه د سلګونو قاتلانو خوشي کول له ځان سره لري او دغه راز له فیلاډلفیا چورلیز څخه شاتګ او د جنګ بندول پکښې شامل دي او دغه کار به د اسرائیلو تولې بریاوې تباه کړي.
هغه وویل چې له غزې تړانګې سره انساني مرستې او د سونګو رسول باید په کامل ډول بند شي چې زمونږ یرغمل شوي کسان راستانه کړې شي.
څو ساعته مخکې د اسرائیلو «یسرائیل هیوم« ورځپاڼې د لومړي وزیر نتانیاهو د سلاکار په قول وویل داسې ښکاري چې د کورني امنیت وزیر به استعفا ورکړي.
د بن ګویر استعفا د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو د کابینې د ړنګیدا او په نیواکي ټاټوبو کښې د پارلمان د وارمخکې انتخاباتو د ترسره کیدا سبب کیدلای شي.
د اسرائیلو د کورني امنیت وزیر ایتامار بن ګویر په غزې کښې د اوربند له موافقې یوه ورځې مخکې ویلي وو چې زه په غزې تړانګه کښې د جنګ د بندیدا او د اوربند د موافقې مخالف یم او دا ډول موافقه د حماس په مقابل کښې د اسرائیلو د تسلیمیدا په معنا ده.