له ۱۵ میاشتو بمباریو وروسته د غزې مالي زیانونه څومره دي؟
https://parstoday.ir/ps/news/event-i156452-له_۱۵_میاشتو_بمباریو_وروسته_د_غزې_مالي_زیانونه_څومره_دي
ملګرو ملتونو په یوه راپور کې په تېرو ۱۵ میاشتو کې په غزې کې د صهیونیسټي پوځیانو د بمباریو او هر اړخیزو حملو له امله د ویجاړیو او د هغې د بیارغونې لپاره د لګښتونو اندازه وړاندې کړه.
(last modified 2025-01-17T10:24:39+00:00 )
Jan 17, 2025 14:40 Asia/Kabul
  • له ۱۵ میاشتو بمباریو وروسته د غزې مالي زیانونه څومره دي؟

ملګرو ملتونو په یوه راپور کې په تېرو ۱۵ میاشتو کې په غزې کې د صهیونیسټي پوځیانو د بمباریو او هر اړخیزو حملو له امله د ویجاړیو او د هغې د بیارغونې لپاره د لګښتونو اندازه وړاندې کړه.

په غزې کې د حماس او صهیونیسټي رژيم ترمنځ د اوربند د موافقې له اعلان سره سم، فلسطینیان خپلو کورونو ته د ستنېدو لپاره چمتووالی نیسي، خو د بمباریو اندازه او شدت دومره پراخ شوی دی، چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د غزې کابو ۷۰ سلنه ودانۍ ویجاړې شوې دي او د دغو کنډوالو بیارغول به لږ تر لږه تر ۲۰۴۰ کال پورې او ښايي څو لسیزې وخت ونیسي.

تېر اکتوبر، ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې له غزې څخه د بمبارۍ له امله د ۴۲ میلیون ټنه کثافاتو لرې کول، ممکن کلونه وخت نیسي او ۱،۲ میلیارد ډالر لګښت ولري.

د ملګرو ملتونو او نړیوال بانک یو راپور ښیې چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر پایه پورې زیربناوو ته رسېدلی زیان ۱۸،۵ میلیارد ډالرو په کچه اټکل شوی چې پر استوګنیزو ودانیو، سوداګریزو او صنعتي تاسیساتو او بنسټیزو خدماتو لکه تعلیم، روغتیا او انرژۍ اغېزه کوي.

د بشردوستانه چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو دفتر اعلان وکړ چې په غزه کې اوس مهال له ۱،۸ میلیون څخه ډېر خلک سرپناه ته اړتیا لري، چې د اوبو شتون اوس د هغه څه په څلورمه برخه کې کم دی چې له جګړې دمخه وو او لږ تر لږه ۶۸ سلنه د لارو شبکې سختې زیانمنې شوې دي.

د ملګرو ملتونو لخوا چمتو شوي سټلایټ انځورونه دا ښیي چې د غزې تر نیمایي زیاته کرنیزه ځمکه چې د غزې د اوسېدونکو د ژوند لپاره حیاتي ده، د جګړې له امله ویجاړه شوې او معلومات ښیي چې د باغونو، کرنیزو فصلونو او سبزیجاتو ویجاړول، په دې سیمه کې، هغه ځای چې د اسرائیلو له پنځلسو میاشتو بمباریو وروسته پکې لوږه زیاته شوې ده.

صهیونیسټي رژیم د امریکا په ملاتړ سره د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر په ۷ نېټه، د حماس د له منځه وړلو او له حماس څخه د خپلو بندیانو د بیرته نیولو په ادعا سره په غزې کې په پراخه پیمانه د نسل وژنې عملیات پیل کړل او له ۴۶۰۰۰ څخه زیات فلسطینیان یې شهیدان او له ۱۰۹زره څخه زیات کسان یې هم ټپیان کړل، خو د غاصب رژیم اهداف، د نسل وژنې د پیلولو لپاره له یوه پلمې پرته بل څه نه وو، ځکه چې د صهیونیسټي رژیم د بمباریو په ترڅ کې یو شمېر اسیر صهیونیسټان ووژل شول او حماس د ډېرو سختیو او کړاوونو په زغملو سره لا هم پیاوړی او ولاړ دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د جنورۍ په ۱۵مه په غزه کې د اوربند لپاره د هڅو د بریالیتوب خبر ورکړ او اعلان یې وکړ چې فلسطیني او اسرائیلي اړخونه په غزه کې د اوربند په اړه موافقې ته رسېدلي دي.

د دغې موافقې عملي کول به د جنورۍ په ۱۹ نېټه یعنې د یکشنبې په ورځ پیل شي او د دغې موافقې له مخې به، حماس په څو پړاوونو کې صهیونیسټي اسیران د اسرائیلو له زندانونو د څه باندې زرو فلسطینیانو د خوشي کولو په بدل کې خوشي کوي.