د غزې ورځ له استعماري نیواک څخه د خلاصون ورځ ده
https://parstoday.ir/ps/news/event-i156488-د_غزې_ورځ_له_استعماري_نیواک_څخه_د_خلاصون_ورځ_ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي هامانه» د غزې د ورځې په مناسبت په یوه پیغام کښې ټینګار وکړ:
(last modified 2025-01-18T23:26:39+00:00 )
Jan 19, 2025 00:59 Asia/Kabul
  • د غزې ورځ له استعماري نیواک څخه د خلاصون ورځ ده

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي هامانه» د غزې د ورځې په مناسبت په یوه پیغام کښې ټینګار وکړ:

مقاومت او مبارزه له اپارتائیډ او استعماري نیواک څخه د خلاصون او د برخلیک  د ټاکلو د حق د ترلاسه کولو لپاره یو انساني او د نړیوالو حقوقو پراساس یو قانوني حق دی.

هغه پرون په خپلې ایکس پاڼه کښې غزه د مقاومت د بیلګې د ورځې په مناسبت ولیکل په دغه ورځ د فلسطین د معصومو ماشومانو او د بې ګناه ښځو او د سړیو چې په تیرو شپاړسو میاشتو کښې د صهیونیسټ د نیواکګر رژیم د استعماري ختمولو  د جنایتکارانه پلان قرباني شوي دي د یادولو ورځ  لمانځو او د صهیونیست رژيم  د اپارتائید او د نسل وژنې په مقابل کښې د غزې د خلکو د اسطوره اي مقاومت احترام کوو.

د غزې د ورځې په مناسبت د ایران د خارجه وزارت د ویاند اسماعیل بقايي هامانه پیغام په داسې حال کښې دی چې د فلسطین حماس غورځنګ په تیرې جمعې ورځې په یوې بیانیې کښې وویل د مینځګړو هیوادونو په هڅې سره اوربند ته د رسیدا لپاره رامینځته شوي خنډونه ختم شول.

له دې سره په یووخت د صهیونیسټ رژیم سیاسي امنیتي کابینې هم په غزې کښې له اوربند او د بندیانو له تبادلې سره موافقت وکړ او د دغه موافقې اجرا کیدل به سبا دوشنبې ورځ  پیل شي.