د لبنان پوځیان العدیسه او ماروان الراس سیمو ته ورننوتل
مهر خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو د لبنان په جنوب کښې العدیسه او مارون الراس سیمو ته د لبنان د خلکو او د پوځیانو د ورننوتلو خبر و رکړ
د لبنان پوځ د جنوب د خلکو په څنګ کښې د صهیونیسټ رژيم د پوځیانو په مقابل کښې دریدلی او العدیسه ښارګي او مارون الراس هستوګنه سیمې ته ورننوتلی دی.
د دغه راپور پراساس د اسرائیلو رژیم د پوځیانو له مخالفت سره سره د لبنان پوځ ماروان الراس سیمې ته ورغلی او د لبنان د خلکو په څنګ کښې د دښمن په مقابل کښې دریدلی دی.
له دې سره په یووخت سکايي نیوز ټیلي ويژن د لبنان د پوځي سرچینو په قول وویل چې د صهیونیسټ رژیم پوځیان د لبنان په جنوب کښې له اتلسو ښارګیو څخه وتلي دي.
د لبنان پوځ وویل چې د هیواد په پوځيانو او ملکي وګړو باندې د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو د تیري په نتیجه کښې د لبنان په جنوب کښې په ظهیره سیمه کښې یو ملکي وګړی وژل شوی او د لبنان یو پوځي هم په میس الجبل سیمه کښې د اسرائیلي عسکرو په ډزو کښې ژوبل شوی.
د لبنان او د صهیونیسټ رژیم ترمینځ د اوربند د موافقې پراساس پرون د جنورۍ د میاشتې شپږویشتمه نیټه د لبنان له خاورې څخه د اسرائیلي عسکرو په کامل ډول د وتلو لپاره شپیته ورځې مهلت پاې ته ورسید.