د فلسطین خلکو د امریکا د ولسمشر وړاندیز په کلکه رد کړ
(last modified Mon, 27 Jan 2025 01:08:39 GMT )
Jan 27, 2025 05:38 Asia/Kabul
  • د فلسطین خلکو د امریکا د ولسمشر وړاندیز په کلکه رد کړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین د غزې تړانګې وسیدونکو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ وړاندیز ته غبرګون ښودلی دی کوم چې ویلي دي چې د غزې تړانګې وسیدونکي باید په زوره له دغه سیمې وویستل شي او هغه په مصر او اردن کښې هستوګن کړې شي.

د فلسطین په غزې تړانګه کښې په نصیرات سیمه کښې یوه ښاریز« نافظ حلاوه» وویل دا ناممکنه ده چې د غزې خلک د امریکا د ولسمشر وړاندیز ومني او زیاته یې کړه کمزوری لوری باید له غزې ووځي ځکه چې دوې هلته ماتي خوړلي ده خو دغه تفکر چې مونږ خپل هیواد پریږدو او هغه یهودیانو ته پریږدو په کامل ډول ناممکن دی.

د غزې تړانګې یوه بل وسیدونکي «الهام الشابل» هم د امریکا د ولسمشر ټرامپ وړاندیز رد کړ او ویې ویل که چیرې مونږ غوښتلی چې له غزې تړانګې لاړ شو نو مونږ به دغه کار ډیر مخکې کړی و.

هغه وویل د اسرائیلو لخوا نسل وژونکی جنګ به هیڅ ترلاسه نکړي او فلسطینیان به په خپل ټاټوبي کښې پاتې شي هر څه چې رامینځته کیږي.

دغه راز د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس د غزې تړانګې د وسیدونکو نورو ځایونو ته د انتقالولو لپاره هر ډول پلان وغاند.

عباس د امریکا د نوم له اخیستلو پرته د غزې تړانګې د خلکو د بې کوره کولو لپاره هر ډول پلان او پروژه په کلکه رد کړه او هغه یې وغندله او زیاته یې کړه د فلسطین خلک به خپل ټاټوبی او سپیڅلي ځایونه پرې نه ږدي.

دغه راز د اردن لومړي وزیر «ایمان صفدي» هم له غزې تړانګې څخه د فلسطینیانو د بې ځایه کولو هر ډول  پلان په کلکه رد کړ.