په چابهار کې پرپانګونې د هند ټینګار
https://parstoday.ir/ps/news/event-i157248-په_چابهار_کې_پرپانګونې_د_هند_ټینګار
د هند لومړي وزیر مودي، امریکا ته د خپل سفر او د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې په درشل کې، په چابهار بندر کې د هند د پانګونې ملاتړ وکړ، او دا یې له منځنۍ اسیا سره د سوداګریزو اړیکو د اسانتیا لپاره یوه وسیله وبلله.
(last modified 2025-02-12T07:13:33+00:00 )
Feb 12, 2025 11:40 Asia/Kabul
  • په چابهار کې پرپانګونې د هند ټینګار

د هند لومړي وزیر مودي، امریکا ته د خپل سفر او د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې په درشل کې، په چابهار بندر کې د هند د پانګونې ملاتړ وکړ، او دا یې له منځنۍ اسیا سره د سوداګریزو اړیکو د اسانتیا لپاره یوه وسیله وبلله.

د ټایمز اف انډیاورځپاّڼۍ په وینا، پداسې حال کې چې د ټرمپ حکومت ګواښ کوي چې د بندیزونو هغه  معافیت لغوه کوی  چې هند ته اجازه ورکوي چې په ایران کې د چابهار ستراتیژیک  بندر  ته پراختیا ورکړي، د هند حکومت د بندرله  پراختیا ملاتړ کوی او ټینګار یې کړی چې دا بدیل لاره به افغانستان ته د اقتصادي بیارغونې او پراختیا لپاره اړین لاره چمتو کړي پداسې حال کې چې له  مرکزي آسیا سره سوداګریزې اړیکې هم پیاوړې کوي.

مخکې له دې، د هند د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ څانګې یو چارواکی، جیدیپ مزومدار، د چابهار بندر د پراختیا لپاره د اوږدمهاله تړون د لاسلیک ملاتړ کولو پرمهال، ټینګار وکړ چې سیمه ایز اتصال د هند او ایران په اړیکو کې یوه  مهمه  ستنه ده. د ایران په جنوب ختیځ کې د چابهار بندر پراختیا د متقابلو ګټو د نښلولو لپاره زموږ ګډ لید منعکس کوي. دې بندر خپل پیاوړی ظرفیت ثابت کړی دی.

د ایران اسلامي جمهوریت د چابهار په نړیوال بندر کې د پانګونې لپاره د هند لپاره د اړین فرصت په رامینځته کولو سره څو اهداف تعقیبوي. لومړی، دا  چی د هند او افغانستان ترمنځ ارتباطي لاره  رامینځته کوي او په  وچې  کې راګیر افغانستان ته د هند د  بندرونو په ګډون نړیوالو بازارونو ته لاسرسی برابروي. هند هم د افغانستان بازارونو ته پرته له کومې ستونزې اسانه، باوري او خوندي لاسرسی موندلی دی. په ورته وخت کې، د مستقیم صادراتو لپاره په چابهار بندر کې د پانګونې امکان هم هندي او افغان صنعتکارانو او سوداګرو ته برابر شوی دی.

دوهم، د چابهار بندر د شمال-جنوب دهلیز دوام او بشپړونکی دی ، چې هند د شمالي بندرونو او د ایران د ریل پټلۍ او سړکونو د سمندري اړیکو له لارې د مرکزي آسیا او جنوبي قفقاز له بازارونو سره نښلوي. په بله وینا  د ایران ترانسپورتي لارې هند ته د خپلو سوداګریزو سیالانو، په شمول د پاکستان او جنوبي کوریا، سره د هدف بازارونو ته د سیالۍ لاسرسی برابروي. له همدې امله، هند، د چابهار د  نړیوال بندر اهمیت درک کړاو  د بندیزونود  معافیت  د جواز  په ترلاسه کولو سره یې په ایران باندې د لګول شویو بندیزونو لاندې په دې بندر کې پانګونه پیل کړه، او اوس دا ممکنه ده چې افغانستان او نورو هندي هدف بازارونو ته توکي صادر او انتقال کړي.

 خو اوس چې ټرمپ  بیا سپینې ماڼۍ ته راستون شوی، هغه یو اجرایي یادداشت خپور کړی چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر ه  یې غوښتي چې هغه بندیزونه تعدیل یا بدل کړي چې د چابهار بندر پورې اړوند هر ډول اقتصادي یا مالي اسانتیاوې پکې شاملې وي. دې وضعیت د هند لومړی وزیر  دې ته اړ کړ چې امریکا ته د خپل سفر په بهیر کې په دې مسله له امریکایي چارواکو سره جدي خبرې اترې وکړي، ترڅو د بندیزونو معافیت وغځوي او د چابهار بندر له لارې سیمه ایزو بازارونو ته لاسرسی ته دوام ورکړي. ځکه چې دا هند دی چې د امریکا د جبري او غیر منطقي سیاستونو تر اغیز لاندې، سیمه ایزو بازارونو ته د لاسرسي فرصت له لاسه ورکوي، او دا کولی شي په سیمه ایزه  او نړیواله  سوداګریز ه سیالۍ کې د هند لپاره منفي پایلې ولري.