فرانسې او هندوستان هیوادونو د اټومي تفاهم یادښت لاسلیک کړ
(last modified Thu, 13 Feb 2025 06:29:36 GMT )
Feb 13, 2025 10:59 Asia/Kabul
  • فرانسې او هندوستان هیوادونو د اټومي تفاهم یادښت لاسلیک کړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی نوي ډيلي او پاریس، فرانسې ته د هندوستان د لومړي وزیر ناریندرا مودي له سفر او له خپل فرانسوي همڅنګ امانوئل مکرون سره له کتنې سره په یووخت د کوچنیو پرمختللیو اټومي ریکټرونو په زمینه کښې د ملګرتیا په هکله د تفاهم یادښت لاسلیک کړ.

د فرانسې د بریښنا اي ډي ایف(EDF) شرکت رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د کوچنیو اټومي ریکټرونو د ګډې پراختیا لپاره به د هندوستان له اټومي بریښنا شرکت این پي سي اي ایل(NPCIL) سره ملګرتیا وکړي.

حاضردمه د هندوستان او د فرانسې دغه دوه شرکتونه د هندوستان په لویدیځ کښې په «جیپور» سیمه  کښې د سپکو اوبو د شپږو(۶) نویو ریکټرونو د جوړولو لپاره د ملګرتیا په حال کښې دي.

د تفاهم دغه یادښت په داسې حال کښې لاسلیک شو چې د هندوستان لومړي وزیر ناریندرا مودي د اړیکو د پیاوړي کولو لپاره فرانسې ته ورغلی دی، داسې کتنه چې پاریس هغه د سترو قدرتونو ترمینځ د سیالۍ لپاره ځاې ناستی ګڼي.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون او د هندوستان لومړي وزیر ناریندرا مودي په تیرې چهارشنبې ورځ په  «مارسي» ښار کښې د هندوستان نوي کنسولګرۍ پرانیستله او دواړو مشرانو دغه راز د هندوستان، د مینځني ختیځ او د اروپا د اقتصادي کوریډور ايي ایم ای سي(IMEC) په نوم د پروژې په هکله خبرې اترې وکړې.

دغه پروژه د اروپا او د هندوستان ترمینځ د اورګاډي او د سمندر یو کوریډور دی چې له مینځني ختیځ تیریږي او د چین د کمربند او د لارې په نوم د پروژې لپاره یوه سیالۍ پروژه ګڼل کیږي.

له بلې خوا فرانسه هیله منه ده چې وکولای شي د هندوستان په سمندري ځواک باندې د میلیارډونو ډالرو په ارزښت «سکارپین» سمندري اوبتلونه او رافائیل جنګي الوتکې خرڅې کړي.

د هندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودي اوس امریکا ته تللی دی او هلته به له ولسمشر ډونالډ ټرامپ او نورو چارواکو سره خبرې وکړي.