د شهید صفي الدین پاک مړي نن خاورې ته سپارل کیږي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان ګڼ شمیر خلک د حزب الله د ارواښاد اجرايي مشر د جنازې په مراسمو کښې د ګډون لپاره د لبنان جنوب کښې راغونډ شول.
د لبنان د حزب الله د اجرايي شورا ارواښاد مشر صفي الدین پاک مړی نن د لبنان په جنوب کښې په خپل زیږنځای دیرقانون النهر کلي کښې خاورو ته سپارل کیږي.
په دغو مراسمو کښې عزاداران په دیر قانون النهر کلي کښې لاریون کوي او ټاکل شوي ده د لبنان د خلکو په پراخ شتون سربیره د هیواد رسمي چارواکي او د نورو هیوادونو مسوولان هم ګډون کوي.
د شهید صفي الدین د جنازې مراسم پرون د شهید حسن نصر الله له جنازې سره یوځاې په ډیرو پرتمینه مراسمو کښې په بیروت کښې له کمیل شمعون سپورټي ښارګي څخه د حسن نصر الله د خاورو ته د سپارلو تر ځاې پورې ترسره شوي وو.
په پرونیو پرتمینه مراسمو کښې د لبنان د بیلابیلو سیمو په سلګونو زره عزادارو سربیره د لبنان چارواکو او خارجي میلمنو او د نورو هیوادونو چارواکو مشرانو ، د سیاسي ګوندونو استازیو او مشرانو هم ګډون وکړ.