د اسرائیلو مړي او فلسطیني بندیان سره تبادله کیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی مینځګړي هیوادونه یوې موافقې ته رسیدلي دي چې اسرائیل د فلسطین بندیان خوشي کړي بل خبر دا چې د فلسطین چارواکو په لویدیځې غاړې کښې
کوم چې مخکې ټاکل شوي وه په تیرې شنبې ورځ د اسرائیلو د حکومت لخوا ازاد شي او دغه راز د اسرائیلو د یرغمل شویو وژل شویو کسانو مړي به هم د حماس لخوا ا سرائیلو ته وسپارل شي.
د مصر یوې سرچینې چې له دغه موضوع خبره وه وویل دغه د بندیانو او د مړیو سپارل به د مصر تر څارنې لاندې وشي خو نوموړي دقیقه نیټه ونه ښودله.
په غزې کښې دیره له حماس غورځنګ سره اړونده الناصر الصلاح الدین غونډ وویل چې دوې به د اسرائیلو د یوه وژل شوي کس« اوهاد یاهالومي» مړي سبا وسپاري.
بل خبر دا چې د فلسطین چارواکو په لویدیځې غاړې کښې د امبولانسونو د مخه د نیولو لپاره د اسرائیلو اقدامات د نړیوالو قوانینو بله خلاف ورزۍ وبلله.
مخکې ملګروملتونو هم په نیواکي ټاټوبو کښې د اسرائیلو د حملو په هکله چې په روغتیايي چارو باندې اغیز کوي جدي اندیښنه څرګنده کړي وه.
دغه راز د امریکا خارجه وزیر «مارکو روبیو» او د عربستان دفاع وزیر «شهزاده خالد بن سلمان السعود» د سره سمندر د امنیت او په ازادۍ سره د کشتیو د تګ راتګ په شمول د سیمې د ثبات په هکله خبرې وکړې.
بل خبر دا چې د اسرائیلو نیواکګرو پوځیانو د لویدیځې غاړې د طولکرم په ختیځ کښې په بلا ښارګي کښې پینځه فلسطینیان ونیول.
د اسرائیلو پوځیانو نن سهار په بیلابیلو سیمو کښې د دغو فلسطینیانو په کورنو باندې د چپو په وهلو سره هغوې له ځانونو سره بوتلل.
دغه راز د فلسطین حماس غورځنګ په سوریې باندې د اسرائیلو د تیریګر رژيم وروستې حملې په کلکه وغندلې.
حماس دغه حملې د سوریې په واکمنۍ باندې ستر تیری وباله او هغه یې د عربو هیوادونو پرضد د اسرائیلو د تیریو دوام وګاڼه.