صهیونیسټي رژیم غزې ته د ټولو مرستو پر ورلېږد بندیز ولګاوه
اسرائیلي رژیم د حماس د اسلامي غورځنګ له لوري د اوربند د تمدید په اړه له نوي وړاندیزونو سره د مخالفت په غبرګون کې غزې ته د ټولو مرستو په ورلېږد بندیز ولګاوه.
د حماس اسلامي غورځنګ د موقتي اوربند د تمدید وړاندیز د لومړنۍ هوکړې پر خلاف بللی او د اوربند د دویم پړاو لپاره یې د خبرو اترو د پیل غوښتنه کړې ده.
د اسرائیلي رژیم د لومړي وزیر دفتر د یکشنبې په ورځ، د سلواغې په ۱۲مه اعلان وکړ چې د تېرې هوکړې اوربند د لومړي پړاو تر پای ته رسېدو وروسته یې د ډونالډ ټرمپ د منځني ختیځ د چارو استازي سټیو ویټکف له لوري د رمضان په میاشت کې د موقتي اوربند وړاندیز منلی دی.
که دا توافق عملي شي، اوربند به د رمضان تر پایه او د یهودیانو د پسح اختر تر رخصتیو پورې دوام وکړي.
د حماس اسلامي غورځنګ اعلان کړی چې دوی د لومړني هوکړه شوي اوربند پر بنسټ ژمن دي چې پر اساس یې باید د جګړې د دایمي پایته رسولو لپاره خبرې اترې پیل شوې وای.
دا اوربند دې شرط ته مشروط دی چې حماس باید په لومړۍ ورځ د یرغمل شویو نیمايي کسان آزاد کړي او پاتې نور په هغه صورت کې آزاد شي، که د دایمي اوربند لپاره یو توافق ته ورسېږي.