د جده ناسته، د قاهرې د غونډې بشپړوونکی
پارس ټوډې – د قاهره په ښار کې د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او مشرانو له بېړنۍ غونډې څخه وروسته، د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د جده په ښار کې د فوق العادې ناستې جوړول، دا ښيي چې د غزې او لوېدیځې غاړې د خلکو له جبري کډه کولو سره د مقابلې لپاره، د اسلامي نړۍ په کچه ډله ایزې همکارۍ ته اړتیا ده.
د ایران د اسلامي جمهوريت د بهرنیو چارو وزیر، د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په فوق العاده غونډه کې د ګډون لپاره، د پنجشنبې په ماښام د یوې ډلې په مشرۍ د عربستان جده ښار ته سفر وکړ. دا عربستان ته د سید عباس عراقچي دویم سفر دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر تېر اکتوبر کې هم سیمې ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې، د غزې او لبنان په اړه له عربستاني چارواکو سره د خبرو اترو لپاره ریاض ته سفر وکړ او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان او له ولیعهد محمد بن سلمان سره یې وليدل.
د ایران د اسلامي جمهوريت د بهرنیو چارو وزیر د جده په ناسته کې د ګډون او وينا کولو سربېره، د اسلامي همکارۍ سازمان له عمومي منشي حسین ابراهیم طه او د غړو هېوادونو له ځینو بهرنیو چارو وزیرانو سره به دوه اړخیزه لیدنه او خبرې اترې هم وکړي.
د اسلامي همکارۍ سازمان د ناستې جوړېدل، د اسلامي نړۍ د بسیج کولو لپاره دي، څو په پرېکنده ډول د فلسطینیانو د جبري کډه کولو په څېر له هر ډول توطئې سره مقابله وکړي، چې دا موضوع نن سبا لوېدیځې غاړې ته هم غځېدلې ده او صهیونسټي رژیم د لوېدیځې غاړې د خلکو د جبري کډه کولو بهیر ته هم په خپل کاري پروګرام کې ځای ورکړی دی.
سید عباس عراقچي له هغه وخت راهیسې چې د امریکا د ولسمشر له خوا د غزې د خلکو د جبري کډه کولو صهیونسټي پلان راپورته شو، له دې طرحې سره د مقابلې لپاره د مسلمانانو هېوادونو تر منځ د همغږۍ او یو غږ د رامنځته کولو په موخه پراخ فعالیتونه پیل کړل؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یوې اونۍ په ترڅ کې، د تونس، مصر، ترکیې، پاکستان، ګامبیا، ماليزیا، الجزایر او عربستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره ټلفوني خبرې اترې وکړې.
د دې ټلفوني خبرو اترو اصلي محور، د غزې د خلکو له جبري کډه کولو سره د تهران ښکاره مخالفت او دې موضوع ته د رسېدنې په موخه د اسلامي همکارۍ سازمان د فوق العادې ناستې د جوړولو غوښتنه وه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره په خپلو خبرو اترو کې، د دې ناوړه پلان د شنډولو لپاره د اسلامي امت له خوا د یوه همغږې او یوه درېځ د لرلو پر اړتیا ټینګار وکړ او وويل: له غزې څخه د فلسطینیانو د جبري کډه کولو پلان نه یوازې یو لوی جنایت او له «نسل وژنې» سره مترادف دی، بلکې د سیمې او نړۍ د ثبات او امنیت لپاره خطرناکې پایلې هم لري او د اسلامي همکارۍ سازمان باید په ډېرې چټکۍ سره د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون، د فوق العادې ناستې په جوړولو سره، د فلسطینیانو د حقه حقونو د دفاع لپاره قاطع او اغېزمنه پریکړه وکړي.
د همدې ډیپلماتیکو هڅو په تعقیب، ژمنه وشوه چې د ایران د اسلامي جمهوريت د وړاندیز پر بنسټ د اسلامي همکارۍ سازمان فوق العاده ناسته جوړه شي.
د جده ناسته د عربو مشرانو د وروستۍ فوق العادې غونډې په تعقیب جوړېږي چې پکې د فلسطین د پېښو او د فلسطیني ملت د ملاتړ لپاره د لارو چارو او د ټرامپ له پلان سره د مقابلې لپاره د فلسطینیانو د جبري کډه کولو په اړه بحث وشو.
د عربي ټولنې د ۵۳ میلیارده ډالرو پلان د غزې د نږدې ۲ میلیونه فلسطیني اوسېدونکو ته اجازه ورکوي، څو په خپلې خاورې کې پاتې شي. په دې پلان کې د غزې بیارغونه تر ۲۰۳۰ کال پورې د دې د وګړو له بې ځایه کولو پرته اټکل شوې ده. د غزې لپاره د عربانو طرحه په حقیقت کې د غزې په تړواو د امریکايي - اسرائیلي پلان پر وړاندې غبرګون دی چې په دې طرحه کې نږدې دوه میلیونه د غزې اوسېدونکي د «کرم ابوسالم» له لارې بهر شي او بیا د اشدود بندر او د رامون هوایي ډګر له لارې کډه کړل شي.
که څه هم د عربي ټولنې تصویب شوې طرحه د ټرامپ د وړاندیز شوې طرحې ټولې پلمې او توجیحات رد کړي دي، خو د امریکا او صهیونسټي رژیم له خوا منل شوې نه ده.