امریکا د روسیې پرضد د نورو بندیزونو او تعرفو ګواښ وکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د یوه پیغام په خپرولو سره وویل چې د روسیې پرضد د نورو بایکاټونو او د تعرفو په لګولو باندې د غور کولو په حال کښې دی.
هغه پرون وویل ترهغه وخته پورې چې روسیه له اوکراین سره اوربند او د سولې موافقې ته رسیږي د ماسکو پرضد به دباو زیات کړي.
ټرامپ په «تروت سوشل» ټولنیز اینټرنیټ سایټ کښې د یوه پیغام په خپرولو سره روسیې ته د بایکاټ او د تعرفو د لګولو ګواښ وکړ.
له دې مخکې د امریکا د پخواني ولسمشر جوبایډن حکومت هم د روسیې پرضد بندیزونه لګولي وو.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د تیرې جمعې ورځې دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې ډیرو اروپايي هیوادونو د نورو هیوادونو له ګډون کولو پرته د امریکا او د روسیې ترمینځ د اوکراین د سولې د خبرو اترو په ترسره کولو نیوکه کړي ده.