د یمن ولس هېڅکله د امریکا له ترهګرۍ نه ویرېږي
(last modified Tue, 18 Mar 2025 01:58:45 GMT )
Mar 18, 2025 06:28 Asia/Kabul
  • د یمن ولس هېڅکله د امریکا له ترهګرۍ نه ویرېږي

پارس ټوډې - د یمن د عالي سیاسي شورا غړي پر یمن باندې د امریکا د وروستیو حملو په غبرګون کې وویل: د یمن ولس هېڅکله د امریکا له حملو، تیریو او ترهګرۍ څخه نه ویرېږي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د یمن د عالي سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي وویل: د دغه هېواد ملت هېڅکله د امریکا له حملو، تیریو، تاوتریخوالي او ترهګرۍ څخه نه ویرېږي او دغه ملت له خدای پرته له هېچا څخه نه ویرېږي.

الحوثي فلسطینیانو ته په خطاب کې وویل: موږ تل ستاسو تر څنګ یوو او هېڅکله به تاسو پرې نه ږدو.

د یمن د عالي سیاسي شورا غړي همدارنګه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په خطاب کې وویل چې ته هېڅکله موږ نه وېرولای، که هر څومره پر خپل قدرت وویاړي، موږ به هېچا ته سر ټیټ نه کړو، موږ هېڅکله نه ډارېږو او نه به شاته شو.

الحوثي زیاته کړه: "نن زموږ اصلي دریځ دا دی چې د غزې د خلکو پر وړاندې هېڅ لوږه او محاصره نه وي، په غزه کې د جنایتونو په ملاتړ او پر یمن باندې د برید په اړه ستاسو دریځ کومه نوې خبره نه ده.او دا ستاسو لپاره ترهګري او ذلت دی.

امریکا په تېرو څو ساعتونو کې د صهیونیسټي رژیم په ملاتړ کې پر صنعا، صعده، البیضا، حجه، ذمار، مارب او الجوف ولایتونو کې په څه دپاسه ۴۷ هوایي حملو سره څو سیمې په نښه کړې چې د یمن د روغتیا وزارت د اعلان له مخې  ددې بریدونو له امله یوشمېر ملکیان مړه او ټپیان شوي دي.