تهران د دنیا دریم پاک ښار معرفي شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i158350-تهران_د_دنیا_دریم_پاک_ښار_معرفي_شوی_دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د ا سلامي جمهوریت پلازمینه تهران پرون په یکشنبې ورځ د هوا د کیفیت په دوه ویشت ګراف لرلو سره د نړۍ د دریمې پاکې پلازمینې په توګه معرفي شو.
(last modified 2025-03-23T19:53:01+00:00 )
Mar 24, 2025 00:19 Asia/Kabul
  • تهران د  دنیا دریم پاک ښار معرفي شوی دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د ا سلامي جمهوریت پلازمینه تهران پرون په یکشنبې ورځ د هوا د کیفیت په دوه ویشت ګراف لرلو سره د نړۍ د دریمې پاکې پلازمینې په توګه معرفي شو.

دغه راپور د پاکې هوا د معلوماتو مرکز ایي کیو ایر(IQAir) ورکړی دی.

باران، د هوا راتلل او د ګاډو تګ راتګ کمیدا د تهران د هوا د کیفیت ګراف دوه ویشت  ته رسولی او همدا اوس یوازې  د فرانسې پلازمینه پاریس او د افغانستان پلازمینه کابل له تهران څخه ښه هوا لري.

د تهران هغه ښاریز چې د نورو اختر له چټیانو سره سره هماغه راز په تهران کښې پاتې دي د تهران د غرونو او د دماوند سیمې غرونو د لیدو ښه چانس لري.