ایران د خپلو حقوقو په احقاق کښې محکم او رښتیونی دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ ادارې ویاند بهروز کمالوندي د ایران په حقانیت او د نړیوالو دباونو په بې اغیزوالي باندې ټینګار سره د منفي فضاجوړونو په وړاندې د تهران د حقوقو د دفاع پرضرورت ټینګار وکړ.
هغه پرون د ایران پرضد منفي فضا جوړونې ناعادلانه وبللې او ویې ویل:ایران د خپلو حقوقو په احقاق کښې پیاوړی او هوډمن دی او د لویدیځو هیوادونو دباونه بې اغیزې دي.
د ایران د اټومي انرژۍ ادارې ویاند بهروز کمالوندي په دې خبرې سره چې د دنیا تاریخ د ایران د ساینس پوهانو د پرمختګونو منندوی دی په نړۍ کښې د عدالت او د سولې د پراخولو غوښتنه وکړه.
هغه د ایران د اسلامي جمهیوریت د اټومي صنعت پرضد د تورونو د لګولو په زمینه کښې د دښمن د هڅو شنډول ضروري وبلل او ویې ویل د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس پرله پسې پینځلسو راپورونو وښودله چې ایران خپلو ژمنو ته پاې بنده و او دی.