د صهیونیسټ رژيم پوځیان له پوځي خدمت کولو ډډه کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم رسنیو وویل چې د دغه رژيم د پوځ زیرمه پوځیان له پوځي خدمت کولو ډډه کوي.
د صهیونیسټ رژیم رسنیو د اسرائیلو رژيم د پوځ د ناوړه حالاتو او له جنګ څخه د صهیونیسټ پوځیانو د ډډه کولو خبر ورکړ.
هاارتص صهیونیسټي ورځپاڼې په یوه راپور کښې وویل د دغه رژيم پوځ د فلسطین په غزې تړانګه کشې د پوځي عملیاتو د پراخولو په دلیل په زیرمه ځواکونو کښې د کړکیچ د زیاتیدا په هکله خبرداری ورکړی دی.
دغه ورځپاڼې د اسرائیلو پوځ دغه راز د صهیونیسټ رژيم لخوا د اوربند د موافقې له خلاف ورزۍ کولو او په غزې تړانګه کښې د جنګ له سره پیلولو وروسته د زیرمه ځواکونو د روحیې د کمولو په هکله خبرداری ورکړی دی.
دا په داسې حال کښې دي چې څه موده مخکې د صهیونیسټ رژيم یدیعوت احارنوت د اسرائیلو د پوځ د زغرګاډو د برخې د لوړرتبه زیرمه افسر په قول ایشوا کړه چې په غزې کښې د جنګ له سره پیلولو سره سره د اسرائیلو پوځ د جنګ په میدان کښې د شتون لپاره د ضروري ځواکونو د تامینولو توان نلري.
هغه وویل د اسرائیلو رژیم د زیرمه ځواکونو په جذبولو کښې له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ شوی او دغه مسله خدمت ته د بللو لپاره د اسرائیلو له زیرمه ځواکونو سره د قومندانانو په ټولو خبرو اترو کښې لیدلی شو.