له سیند څخه تر بحره پورې فلسطین باید له صهیونیسټانو پاک شي
(last modified Sat, 29 Mar 2025 02:01:36 GMT )
Mar 29, 2025 06:31 Asia/Kabul
  • له سیند څخه تر بحره پورې فلسطین باید له صهیونیسټانو پاک شي

پارس ټوډې – په عراق کې د اسلامي انقلاب د رهبر استازي هیله څرګنده کړه چې په نزدې راتلونکې کې له سیند څخه تر بحره پورې د فلسطین خاوره د صهیونیسټانو له نیواک څخه پاکه شي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ په عراق کې د اسلامي انقلاب د رهبر استازي آیت‌الله سید مجتبی حسیني د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې زیاته کړه: صهیونیسټي رژیم د ستر شیطان په مشرۍ له مستکبرو حکومتونو سره په ګډه، په غزه کې خپله کرکه او دښمني روښانه کړې ده.

آیت‌الله حسیني څرګنده کړه: د نړۍ ټول مسلمانان او آزاد خلک باید د لبنان، یمن، سوریې او نورو انقلابي ولسونو سره یوځای د فلسطین د مظلومو خلکو ترڅنګ ودریږي.

پرون جمعه په ایران او نورو اسلامي هېوادونو کې د قدس له نړیوالې ورځې نمانځنه وشوه.

د روژې د مبارکې میاشتې وروستۍ جمعه د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) په نوښت سره د قدس نړیواله ورځ نومول شوې ده.