د اسرائیلو رژيم ملکي وګړي د انساني ډهال په توګه کاروي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i158590-د_اسرائیلو_رژيم_ملکي_وګړي_د_انساني_ډهال_په_توګه_کاروي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «هاارتص» ورځپاڼې د انساڼي ډهال په توګه د فلسطیني ملکي وګړو د کارولو په هکله د صهیونیسټ رژیم د یوه لوړرتبه افسر اعتراف خپور کړ.
(last modified 2025-03-31T08:42:28+00:00 )
Mar 31, 2025 13:08 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو رژيم ملکي وګړي د انساني ډهال په توګه کاروي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «هاارتص» ورځپاڼې د انساڼي ډهال په توګه د فلسطیني ملکي وګړو د کارولو په هکله د صهیونیسټ رژیم د یوه لوړرتبه افسر اعتراف خپور کړ.

د صهیونیسټ یوه چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی نهه میاشتې د فلسطین په غزې تړانګه کښې په جنګونو کښې ګډون کړی و په دغه سیمه کښې د انساني ډهال په توګه د فلسطین د ملکي وګړو په هدفمنو ډول د کارولو خبر ورکړ.

هغه ډاګینه کړه د انساني ډهال په توګه په غزې تړانګه کښې د فلسطین له ملکي وګړو استفاده په ورځ کښې کابو شپږ ځله تکراریږي او هلته موجود پوځي قومندانان له دغه چارې خبرې دي او هغوې دغه کار  یو عملیاتي ضرورت ګاڼه.

د صهیونیسټ رژيم د پوځ دغه لوړرتبه قومندان زیاته کړه د اسرائیلو هر پوځي یونټ یوشمیر فلسطیني ملکي وګړي په اختیار کښې لرل او له هغوې څخه یې د انساني ډهال په توګه استفاده کوله او د اسرائیلو هیڅ پوځي د دغو فلسطیني ملکي وګړو لخوا د فلسطینیانو د کورونو له تلاشۍ اخیستلو مخکې دغو  کورونو ته نه ننوتل.

هغه زیاته کړه د اسرائیلو هرې پوځي لیوا کابو شپږدیرش فلسطیني ملکي وګړي د انساني ډهال په توګه په واک کښې لرل او دا د فلسطیني مریونو د یوه فرعي لښکر د شتون په معنا و.

د اسرائیلو د پوځ دغه قومندان وویل د انساني ډهال په توګه له ملکي فسطیني وګړو استفاده کول یوازې د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو د ژوند د ساتلو لپاره نه وو بلکې په دې خاطر وو چې د کورونو تلاشۍ اخیستل او په دې رودې سره پرمختګ کول د بې پایلوټه الوتکو او د روباټونو  له کارولو  څخه ډیر په چټکۍ سره ترسره کیدل.