اسرائیلو په لسو ورځو کښې ۳۲۲ فلسطیني ماشومان شهیدان کړي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i158628-اسرائیلو_په_لسو_ورځو_کښې_۳۲۲_فلسطیني_ماشومان_شهیدان_کړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق «یونیسف» وویل
(last modified 2025-04-01T07:53:28+00:00 )
Apr 01, 2025 12:20 Asia/Kabul
  • اسرائیلو په لسو ورځو کښې ۳۲۲ فلسطیني ماشومان شهیدان کړي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق «یونیسف» وویل

 د فلسطین په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د حملو له سره پیلیدا راهسې په تیرو لسو ورځو کښې د صهیونیسټ رژیم په بریدونو کښې درې سوه دوه ویشت فلسطیني ماشومان شهیدان او شپږ سوه نهه نور ژوبل شوي هم دي.

بل خبر دا چې د امریکا د کارنیل پوهنتون محصیل چې د فلسطین پلوه مظاهرو کښې یې ګډون کړی او غوښتنه ترې شوي ده چې ځان د امریکا د مهاجرت ادارې ته تسلیم کړي  وویل زه له امریکا وځم ځکه چې حکومت ما نیسي او زما ژوند ته ګواښونه هم شته.

محصیل« مومنډو ټال »چې د بریتانیا او د ګامبیا هیوادونو تابعیت لري په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د یرغل پرضد په امریکا کښې د فلسطینیانو په ملاتړو مظاهرو کښې ګډون کړی و.

بل خبر دا چې د اسرائیلو جنایتکار او ظالم رژیم د لبنان په جنوب باندې هوايي برید کښې درې کسان شهیدان او اوه نور ژوبل کړي دي.

د اسرائیلو نیواکګر رژيم د امریکا ، د بریتانیا ، د فرانسې ، د جرمني او د نورو اروپايي  هیوادونو په وسلو ، مالي ملاتړونو او لاجیسټیکي حمایتونو سره د فلسطین او د لبنان د بې ګناه خلکو پرضد حملو او بمباریو ته دوام ورکړی دی.

که چیرې امریکا او اروپايي هیوادونه د اسرائیلو ملاتړ پریږدي نو دغه رژیم په یوې اونۍ کښې دړې وړې کیږي.