د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ پرضد نړیوالې مظاهرې:-
د امریکا او د اروپايي هیوادونو په زرګونو ښاریزو په تیرې شنبې ورځ د ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د حکومت د ښه اداره کولو د ادارې د مشر ایلان ماسک په سیاستونو او کړچار باندې واټونو کښې مظاهرې وکړې.
د امریکا او د اروپايي هیوادونو په زرګونو ښاریزو په تیرې شنبې ورځ د ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د حکومت د ښه اداره کولو د ادارې د مشر ایلان ماسک په سیاستونو او کړچار باندې واټونو کښې مظاهرې وکړې.
د امریکا ولسمشر ټرامپ خپل هیواد ته په ورتلونکو شیانو باندې د نویو تعرفو د لګولو د پیلولو د سیاست په اعلانولو سره په امریکا او د نړۍ په نورو هیوادونو کښې عمومي غصه راوپاروله.
ټرامپ ادعا کوي د تعرفو لګول د امریکا د اقتصاد په ګټه دي او د دغه سیاست عملي کیدل د امریکا له داخلي صنایعو د ملاتړ په هدف سره «لومړۍ د امریکا »د شعار او د تجارتي انډول د خسارې د کمولو او امریکا ته د تولیدي کارروزګار د بیرته ستنولو لپاره دي خو د دغه سیاست د اجرا اعلان نه یوازې د امریکا په داخل او خارج کښې د اندیښنو سبب شوي دي بلکې د هغو اقتصادي پایلو د نړۍ په ډیرو هیوادونو کښې د خلکو غصه راپارولي ده.
په تیرو څو ورځو کښې د نویو تعرفو په اعلان سره نړیوال مالي بازارونه ګډوډ شوي په دې ډول چې په تیرو دوو ورځو کښې په «ایس اینډ پي پینځه سوه» ونډو بازارونو کښې د موجودو شرکتونو ارزښت پینځه زره میلیارډه ډالر کم شوی؛ داسې ځوړتیا چې په خپل ډول بې ساري ده.
د تیلو او د اساسي شیانو بیې وغورځیدې او پانګوالو د امن شتمنیو په توګه د حکومتي پورونو د بانډونو په لور حرکت وکړ.
له بلې خوا نسبي سیاسي ارامښت هم ګډوډ شوی دی.
په امریکا او د نړۍ په نورو ډیرو هیوادونو کښې اندیښمن او غصه شوي ښاریز د اعتراضونو لپاره واټونو ته ووتل.
د بیلابیلو هیوادونو ښاریز په تیره بیا د امریکا ستر اقتصادي شرکا د ژوند د لګښتونو په زیاتیدا ، کوچنیو صنایعو ته د ګوزار د ورکول کیدا ، د سنتي تجارتي اړیکو د ګډوډیدا او د داخلي اقتصادي او د سیاسي تاوتریخوالو په زیاتیدا او په داخلي او نړیواله سویه د اقتصاد د راتلونکي په هکله اندیښمن دي.
د اروپا په ډيرو هیوادونو کښې هم ښاریز واټونو ته راووتل او د اعتراضي غونډو په ترسره کولو سره یې د ولسمشر ټرامپ په دغه سیاست باندې خپل خپګان او اندیښنه اعلان کړه.
په اروپايي هیوادونو کښې د ډونالډ ټرامپ پرضد مظاهرې د ازاد اقتصاد ، د نړیوال پیوستون او د څو اړخیز پالنې د اصولو د دړې وړې کیدا په هکله د جدي اندیښنې انعکاس دی.
اروپايي حکومتونه چې مودې مودې کیږي له امریکا سره د تعرفو، ناټو او د ژواک چاپیریال په شان د موردونو په هکله د نظر اختلاف لري له سختو شرایطو سره مخامخ شوي دي.
د اروپايي کمیسیون مشرې « اورسولا فون ډر لاین» د ټولو اروپايي هیوادونو په استازي توب په دې زمینه کښې وویل: د امریکا وارداتي تعرفې به په ټوله دنیا کښې په میلیونونو خلکو باندې ناوړه اغیزې وکړي.
هغې ټينګار وکړ په ټوله دنیا کښې د تعرفو او د هغوې د اغیزونو له کبله له پیچلتیاو او ګډوډۍ د تیریدا لپاره هیڅ روښانه لاره نشته.
په دې لړ کښې د امریکا د ولسمشر ټرامپ د تعرفو د سیاستونو پرضد د نړۍ په سویه مظاهرې نه یوازې په نړیواله او ملي سویه د اقتصاد د راتلونکي په هکله د خلکو د اندیښنو انعکاسونکي دي بلکې د امریکا د یواړخیزپاله سیاستونو په هکله یو غږ هم ګڼل کیږي داسې موضوع چې د امریکا لپاره جدي چیلنج دی.
په حقیقت کښې د ټرامپ له ټولو ژمنو سره سره د دغه سیاست اجرا کول به له مخکې څخه زیات د امریکا د څنډې ته د کیدا سبب شي او ډیر هیوادونه به د سیمه ئیزو ، دوه اړخیزه او د څواړخیزه تجارتي اړیکو د پیاوړي کولو کوشش وکړي.
دغه راز د غچ اخیستونکو تعرفو د لګولو په شمول د هیوادونو متقابل ځواب به اقتصادي شرایط نور هم پسې خراب کړي.
له بلې خوا دغه اعتراضونه د ناعادلانه اقتصادي او د سیاسي سیاستونو د زیاتیدونکو خطرونو په هکله په نړیوالې خبرتیا کښې د بدلون پیچومي ګڼلی شو.
په حقیقت کښې د امریکا د زرګونو اعتراض کونکو شتون چې منظمونکو هغه د ولسمشر ټرامپ پرضد تر ټولو سترې یوه ورځنۍ مظاهرې ګڼلي دي په امریکا کښې د قدرت له اوسني جوړښت څخه د عمومي خپګان د ژورتیا نښه او د ټرامپ سیاستونو او غوښتنې ته د خلکو ستر « نه »ویل او د امریکا د خلکو او د حکومت ترمینځ د زیات اختلاف ښودنه کوي.
له مریلینډ ایالت څخه د کانګرس ډیموکراټ غړي «جیمي راسکین»په دې زمینه کښې په یوې وینا کښې د امریکا ولسمشر ټرامپ په دوهم نړیوال جنګ کښې د ایټالیا له فاشیست مشر «بنیتو موسولیني» او د سترې ځوړتیا په وخت کښې د امریکا له پخواني ولسمشر «هربرټ هوور» سره پرتله کړ او ویې ویل په داسې ولسمشر سره چې سیاستونه یې د بنیتو موسولیني او اقتصاد یې د هربرټ هوور په شان دی امریکا هیڅ راتلونکی نلري.
که څه هم د امریکا ولسمشر ټرامپ هڅه کوي د امریکا ټولنه کراره او قانعه کړي چې د ده له سیاستونو سره ملګرتیا وکړي خو د خلکو عمومي غصه او د خلکو اعتراضونه په نړیوال سلطه ګر نظام کښې د اعتماد او د عدالت د کړکیچ او د اخلاقي دړې وړې کیدا ښودنه کوي؛ په حقیقت کښې په خپلو سیاستونو باندې د ټرامپ ټینګار په رسمي ډول ښودنه کوي په لویدیځو هیوادونو کښې ډیموکراسۍ هسې یوه ادعا ده او د امریکا له حکومت پرته د بل هیڅ چا غوښتنه نه اوریدل کیږي.