لاریجاني: واقعي مذاکرات منو، نه مصنوعي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i167710-لاریجاني_واقعي_مذاکرات_منو_نه_مصنوعي
د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي څرګنده کړه چې ایران واقعي مذاکرات مني، نه له مخکې ټاکل شوي مصنوعي مذاکرات.
(last modified 2025-11-26T11:31:29+00:00 )
Nov 26, 2025 15:57 Asia/Kabul
  • لاریجاني: واقعي مذاکرات منو، نه مصنوعي

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي څرګنده کړه چې ایران واقعي مذاکرات مني، نه له مخکې ټاکل شوي مصنوعي مذاکرات.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني، په پاکستان کې د ایران په سفارت کې د سیمه‌ییزې او نړیوالې سولې او امنیت د فکري مرکزونو له مشرانو او نظریه‌ ورکوونکو سره په کتنه کې وویل: امریکایان هڅه کوي ځان د نړیوالو بدلونونو د هر تحول مرکز ښکاره کړي، خو دا یو ډول ځان‌تېروتنه ده.

هغه زیاته کړه: موږ واقعي مذاکرات منو، نه مصنوعي مذاکرات، او د مذاکراتو نتیجه باید له مخکې ټاکل شوې نه وي.

لاریجاني همداراز وویل: ما پاکستاني چارواکو ته وویل چې ډاکټر مسعود پزشکیان وروسته له دې چې پاکستان ته سفر وکړ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي خنډونو د لرې کولو لپاره مهمې سپارښتنې صادرې کړې دي. د ملي امنیت عالي شورا به هم په دې اړه هر ډول محدودیت لرې کړي.

د ملي امنیت عالي شورا منشي زیاته کړه: د ایران او پاکستان ترمنځ په ستراتیژیکې همکارۍ مې د پاکستان له ولسمشر، لومړي وزیر، د پوځ له مشر، د پارلمان له مشر، د ملي امنیت له سلاکار او له بهرنیو چارو وزیر سره خبرې وکړې او ورته مې وویل چې موږ د همکارۍ لپاره هېڅ ډول محدودیت نه لرو.

هغه وویل: البته موږ لا زیات تحرک او عملي چلند ته اړتیا لرو. وټاکل شوه چې د تعقیب لپاره جدي میکانیزمونه جوړ کړو. هغه راتلونکی چې زه یې وینم، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې روښانه دي.