یونیسف: ماشومان باید هېڅکله په نښه نه شي
پر خوست ولایت د پاکستان په هوایي بریدونو کې د لږ تر لږه ۱۰ کسانو له وژل کېدو وروسته، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې ماشومان باید په نښه نشي.
یونیسف چهارشنبه د لیندۍ په ۵مه په یوه پیغام کې زیاته کړې چې ماشومان باید هېڅکله په نښه نشي.
دغه بنسټ په خوست ولایت کې د وړمې شپې د پیښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.
یونیسف د ماشومانو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) په خوست ولایت کې د وړمې شپې په برید کې د ۱۰ ملکي وګړو وژنه تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې ډېری یې ماشومان وو.
د یوناما په وینا، په دغه برید کې شپږ نور کسان ټپیان شوي هم دي.
د پاکستان پوځ دا برید رد کړی او ادعا یې کړی چې ملکي وګړي یې نه دي په نښه کړي.
ذبیح الله مجاهد ویلي چې په مناسب وخت کې به لازم ځواب ورکړي.