د سوریې خاورې ته د اسرائیلو د نیواکګر رژیم نوی کاروان ننوت
(last modified Mon, 21 Apr 2025 00:19:52 GMT )
Apr 21, 2025 04:49 Asia/Kabul
  • د سوریې خاورې ته د اسرائیلو د نیواکګر رژیم نوی کاروان ننوت

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې رسنیو خپل هیواد ته د صهیونیسټ رژیم د یوه پوځي کاروان د ورننوتلو خبر ورکړ. د سوریې رسنیو وویل چې د صهیونیسټ رژیم نوي پوځي کاروان تر نیواکي جولان پورې د قنیطره ولایت د تل احمر غربي ترمینځ سیمو پورې ورننوت.

د سوریې ځايي سرچینو د وري د میاشتې په نولسمه نیټه هم راپور ورکړی و چې د اسرائیلو نیواکګرو ځواکونو په څو پوځي ګاډو او بې پایلوټه الوتکو سره د سوریې په جنوب کښې د قنیطره په خوا کښې په تل الصیفیر سیمې یرغل کړی و.

د سوریې په جنوبي سیمو په تیره بیا قنیطره کښې پراخه امنیتي خلا  سبب شوي ده چې د صهیونیسټ رژیم پوځیان د ولسمشر بشار اسد د حکومت له نسکوریدا وروسته د سوریې ډيرې سیمې ونیسي.

د صهیونیسټ رژیم پوځ دغه راز په تیرو اونیو کښې د سوریې په پیلابیلو سیمو په تیره بیا په پلازمینې دمشق او شاو خوا سیمو باندې پراخې بمباریانې کړي دي.

دغه حملې وروسته له دې وشوې چې د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر نتانیاهو په جولان سیمه کښې په  نولس سوه څلور اویایم میلادي کال کښې د سوریې او د صهیونیسټ رژیم ترمینځ  د «انفصال» په نوم د موافقې د ختمیدا خبر اعلان کړ.

په سوریې باندې واکمن حکومت اوس د اسرائیلو د تیریو په هکله هیڅ خبره نه کوي  او غلی ناست دی  او یوازې تماشه کوي او اسرائیل په زړه خلاصه د سوریې په بیخ بنایانو او مهمو مرکزونو باندې بریدونه کوي او هلته بې ګناه خلک هم وژني.